اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري وئيلي دي اسلام د اق??يت??نو د حقونو درس وركوي٬ د مدينې په رياست كښې اق??يت??نو ته هر ډول مذهبي آزادي او حقونه ترلاسه وٶ٬ د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې مونږ د اق??يت??نو د مسئلو نه سترګې نه شو پټولې٬ په نوي پاكسان كښې به ټول اق??يت??نه محفوظ وي۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ ايوان صد?? كښې د اق??يت??نو په اړه دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دستوره كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي، وزير اعظم عمران خان،د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان پشمول پارلماني غړو او اق??يت?? ورورولۍ سره تعلق لرونكو په لويه شمېره ګډون وكړٶ۔ پير نورالحق قادري ووئيل په دې دستوره كښې د اولس مشر او وزيراعظم موجودګي او اق??يت??نو لپاره د ايوان صد?? دروازې پراستل د دې خبرې غمازي كوي چې د عمران خان حكومت اق??يت??نو ته څومره اهميت وركوي٬ دا د يو پېغام وركولو هڅه ده۔ ده ووئيل هولي ٬ ديوالي او كه بېساكهي وي يا د بهائيو او د كېلاش كميونټۍ اخترونه وي مونږ دا دستورې لمانځو چې مقصد ئې د رنګ٬ نسل او مذهب د فرق نه اخوا پاكستان د ټولو مقصد دے۔ ده وئيل مونږ ټول پاكستاني يو او د انسان په توګه زمونږ دود دستور شريك دے٬ زمونږ مذهب او آئين د اق??يت??نو د حقونو د پالنې امر كوي او د قائد اعظم امر او د اقبال فكر د اق??يت??نو د حقونو اهميت واضح كوي۔ ده ووئيل زمونږ د قائد عمران خان وژن دا دے چې په پاكستان كښې د اق??يت??نو د مسئلو نه سترګې نه شو پټولې٬ په ترهګرۍ كښې مونږ امام باړې٬ جوماتونه او درګاه هم سوځېدلې ليدلې دي۔ ده په دستوره كښې ګډون كوٶنكو ته ووئيل انشاء ا??لہ د عمران خان ، زما او ستاسو پاکستان به محفوظ وي۔ ده اق??يت??نو له باور وركړٶ چې دا هېواد د مسلمانانو٬ مسيحي ورورلۍ ٬ هندوانو او پارسيانو٬ د بهائيو پشمول د ټولو دے٬ نوي پاكستان كښې به ټول اق??يت??نه محفوظ وي۔