اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) د قطر امير شېخ تميم بن ح??د الثاني به (نن) د خالي په ورځ په دوه ورځنۍ سركاري دوره پاكستان ته رارځي۔شېخ تمېم بن ح??د الثاني د وزيراعظم عمران خان په بلنه په 22م او 23م جون د پاكستان دوره كوي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د قطر امير سره مركزي وزيران او سينئر چارواكي او د لوړې كچې پلاوې ??ه ??م وي۔ د دې نه وړاندې په كال 2015 كښې د قطر امير د پاكستان دوره كړې وه۔د دورې په مهال به د قطر امير وزيراعظم سره خبرې اترې كوي او اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره ??ه ??م ملاقات كوي۔ دواړه به د شريكې ګټې او د قوي اقتصادي شراكتدارۍ په تګلارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د دوې په مهال به دواړه هېوادونه په بې??ا بې??و څا??ګو كښې د دوه اړخيزې مرستې ودې لپاره د تفاهم په يادښتونو ??و لوظنامو لاسليك هم كوي۔ هيله ده چې د قطر امير دورې سره به دوه اړخيزه ورورلۍ اړيكو ته لا وده او په بې??ا بې??و څا??ګو كښې پراختيا راشي۔