اسلام آباد 15 جون (اے پي پي﴾ بين الپارلماني نړيوال كركټ كپ لپاره د قومي ??سمبلۍ په غړو مشتمل د پاكستانې لوب??لې اعلان وكړے شو۔ زېن قريشي به كپتان٬ علي زاهد به نائب كپتان او امير سلطان به وكټ كيپر وي۔ په لوبډله كښې به وزيراعظم٬ وزيران٬ دوهم سپيكر٬ سناتوران او د صوبائي اسمبلۍ غړي شامل وي او د قومي ??سمبلۍ سپيكر اسد قېصر د كفايت شعارې له مخې د پارلماني كركټ لوب??لې اخراجات د قومي ??زانې نه د نه ادا كولو پرېكړه كړې۔ د خالي په ورځ د قومي ??سمبلۍ سپيكر ټاكل شويو لوبغاړو ته خط ليكلې چې پكښې هدايت شوے چې د استوګنې٬ سفر او نور اخراجات دې په ذاتي توګه ادا كړي۔ سپيكر وئيلي دي چې په كوم لوبغاړي به د قومي ??زانې نه يوه روپې هم نه شي خرڅ كولې۔ دا نړيوال بين الپارلماني كركټ كپ د جولائي د 8مې نېټې نه تر 15مه نېټه په لندن كښې د 8 هېوادونو د پارلماني لوبډلو ترمېنځه كېږي۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان به هم د لوب??لې برخه وي۔ وزيراعظم عمران خان او د قومي ??سمبلۍ سپيكر اسد قېصر به د لوب??لې اعزازي لوبغاړي وي۔ د پارلماني لوب??لې انتخاب پي سي بي د ټرائل نه پس كړے۔ په نورو لوبغاړو كښې علی نواز اعوان، شهریار خان آفریدی، قاسم خان سوری ، مرتضیٰ محمود، مصطفیٰ محمود، عمران خټک، صداقت عباسی، نوید ډیرو، مجاهد علی، عطاء الل?? خان، شاهد خټک، سناتور آغا شهباز درانی،د صوبائي اسمبلۍ غړي سید علی حیدر ګیلانی، محمد بخش، مبین خلجی، عباس جعفری، احمد کنډی هم د لوب??لې برخه دي۔ ایاز اکبر به كوچ٬ِ شهریار خان به ټیم مینجر، مظهر علی او ابرار حېدر به ټیم اسسټنټ وي۔