اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان قطر سره دو?? اړخيزه اړيكې لا مستحكمول غواړي۔ خارجه وزير دا خبرې د قطر دو??م وزيراعظم او خارجه وزير محمد بن عبد الرحم??ن بن جاسم الثاني سره په ټېلي فوني تماس كښې كړې۔ د خارجه دفتر له مخې د نهې په ورځ د قطر دو??م وزيراعظم او خارجه وزير محمد بن عبد الرحم??ن بن جاسم الثاني سره د ټېلي فوني تماس په مهال په دو?? اړخيزه اړيكو ٬ د منطقې په صورتحال او د شريكې خوښې په چارو خبرې شوې ۔ خارجه وزير د وزیراعظم عمران خان لخوا د قطر امير لپاره د نېكو خواهشاتو پېغام ورسولو۔ د قطر خارجه وزير ووئيل د قطر په تعمير او پرمختګ كښې قطر كښې د ميشته پاكستانيانو كردار د ستائنې وړ دے۔ شاہ محمود قرېشي د اے سي ډي وزارتي كنفرنس په كاميابۍ د قطر خپل همڅنګ ته مباركي وركولو س??ه ووئيل د پاكستان او قطر اړيكې لا مستحكمېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي مرسته لا زياته شي۔