اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) پاکستان سري لنکا ته د هر ډول مرستې او ملاتړ وړاندېز كولو سره وئيلې دي سري لنکا چې كوم ډول مرسته غواړي وركوٶ به٬ د ډاكټر عافيه صديقي او شكيل آپريدي پحقله پخپل دريځ ولاړ يو٬ ایران كښې د وزیراعظم عمران خان بیان د سیاق او سباق نه لري وړاندې كړې شوې٬ د هند لخوا د كشمير په پوله تجارتي هلې ځلې بندول د افسوس وړ خبره ده ٬ تجارت او اعتبار جوړولو سره نور اقدامات د ګاٶنډيانو هېوادونو ترمېنځه اړيكو لپاره ډېر ضروري دي۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل ووئيل د ايسټر په م??قع د ناوړه بريدونو نه پس اولس مشر ډاكټر عارف علوي ٬وزیر اعظم عمران خان او خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قرېشي د سري لنكا خپلو خپلو همڅنګو سره ټېلي فوني تماس نيولې او د هر ډول مرستې او ملاتړ وړاندېز كولو سره ئې وئيلې دي د پاكستان اولس او حكومت د سري لنكن حكومت او اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے٬ خو وياند و??ئيل سري لنكا تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده غوښتې ٬ كه ھغوي وغواړي نو پاكستان به هر ډو?? ممكنه مرسته كوي۔ وياند و??ئيل سري لنكا كښې د ترهګرۍ په بريدونو كښې درې پاكستانۍ مېرمنې معمولي ژوبل شوې او د درملنې ته پس روغتون څخه ډسچارج كړې شوې ۔ وياند د عافيه صديقي پحقله د خپل بيان وضاحت كولو كښې ووئيل زما بيان د سياق او سباق نه لرې وړاندې كړې شوې ٬ ده ووئيل د ډاكټر عافيه صديقي او شكيل آپريدي پحقله پخپل دريځ ولاړ يو۔ ایران كښې د وزیراعظم بيان په اړه وياند و??ئيل د عمران خان بيان د سياق او سباق نه اخوا وړاندې كړې شوې۔ وزیراعظم پاکستان كښې تخریبي هلو ځلو لپاره د غېر رياستي عناصرو لخوا د پاكستان د خ??ور?? كارولو حواله وركړې وه۔ وياند و??ئيل مونږ د ذمه واره صحافت ډاډګيرنه كوٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند و??ئيل د امريكې په سفارت كښې كوم فائرنګ رېنج نه جوړېږي۔ ده ووئيل د اسلام آباد پوليس او د امريكې سفارت اسلام آباد كېپټل كښې د سيمه ايز فائرنګ رېنج اپ ګرېډ كولو لپاره مرسته كوي۔ وياند د كشميريانو حالت زار او د حريت مشرانو په نيولو د شديدو تحفظاتو څرګندونه كولو سره ووئيل پاكستان د جے كے اېل اېف د چيئرمېن ياسين ملك د ناروغتيا باوجود پرله پسې د بند غندنه كوي ۔ وياند و??ئيل هند دې مشعال ملك ته خپل خاوند سره ملاقات لپاره ويزه وركړي ۔ ده ووئيل كشميريانو مشرانو سره په ساتلې شوې سلوك او ظلمونو مونږ تشويش لرو۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند و??ئيل د مسعود اظهر پحقله پرېكړه به د قامي مفادو له مخئ كولې شي ۔ وياند و??ئيل د وزیراعظم د چين دورې په م??قع به د چين او نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه ډېر مهم وي٬ وياند و??ئيل ایران د اسلامي نړۍ يو مهم هېواد دے او دواړه هېوادونه د پېړو پخوانۍ مذهبي او كلتوري اړيكې لري۔