اسلام آ??اد 23 اپرېل(اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي د معيشت په ټولو ??ېكټرو كښې د جاپان سوداګرو او كمپنو ته وړاندېز وركړے چې هغوي د پاكستان په خاص اقتصادي زونز كښې د زړه راښكوونكو موقعو څخه ګټھ پورته كړي۔د خارجه دفتر وياند له مخې ده دا خبره د نهې په ورځ په ټوكيو كښې د جاپان دوه?? وزيراعظم او د خزانې وزير تارو آسو سره د ملاقات په مهال كړې۔خارجه وزير دوه?? وزيراعظم ته د وزيراعظم عمران خان لخوا د جاپان حكومت او اولس لخوا د نيكو هيلو پیغام رسولو ??ره جاپاني وزيراعظم ايبے ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه۔د ملاقات په مهال دواړو اړخونو ګڼ اړخيزه اړيكو او د دواړو هېوادونو ترمينځه بېلو څانګو كښې مرستې ته په لا وده وركولو ?? خيالاتو څرګندونه وكړه۔په دې موقع دواړو لارښودو په منطقه كښې د امن او امان په موجوده صورتحال هم خبرې وكړې٬دواړو لارښودو پھ منطقه كښې د امن او استحكام لپاره د شريكو هڅو روانو ساتلو ?? عزم پخلې وكړو او د پاك چين دوه اړخيزه اړيكو په موجوده نوعيت د اطمينان څرګندونه وشوه۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د پاكستان د شراكت دار په حېث د جاپان كردار ستائېلو ??ره ووئيل د پاكستان د معيشت په ټولو ??ېكټرو كښې د جاپان ورورولۍ ته د هركلي وئېلو لپاره چمتو يو۔ده د جاپان كمپنو ته وړاندېز وكړو چې هغوي د پاكستان په خاص اقتصادي زونز كښې د زړه راښكونكو موقعو څخه ګټھ پورته كړي۔د جاپان دوه?? وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريكې مرستې لا مستحكمولو ??ې شمېره موقعې موجود دي۔هغه پاكستا?? سره تجارت او سرمايه كارۍ كښې د زياتوالي تسلسل روان ساتلو لپاره بشپړ باور وركړو