اسلام آباد 07 فروری (اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي د پاكستان په بېلو څانګو كښې د سعودي سرمايه كاري د ستائنې وړ ده٬په سرمايه كارۍ كولو د سعودي قيادت او سرمايه كارو د اړخه په پاكستان د باور څرګندونه ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالكي سره د ملاقات په مهال وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان دورې سره به د دواړو هېواد??نو ترمينځه ګڼ اړخيزې اړيكې لا مستحكمې شي۔ده د سعودي خپلې دورې ذكر كولو سره ووئيل د سعودي قيادت سره ګټورې خبر?? شوې دي او د دواړه اړخه اړيكې لا مستحكمولو له خوښي څرګنده كړ?? شوې خو د دواړو هېواد??نو ترمينځه پارليماني اړيكو ته ودې وركولو ته اړتيا ده۔د ملاقات په مهال د سېنېټ چيئرمېن د سعودي شورا كونسل صدر ډاكټر عبدالله محمد ا??راهيم الشېخ د پاكستان دورې د بلنې خط هم د سعودي سفير له وركړو۔ده ووئيل په سېنېټ كښې د سعودي او پاكستان ملګرتيا ډله جوړه شوې چې مقصد يې د دواړو هېواد??نو ترمينځه پارليماني اړيكې قوي كول دي۔د سعودي سفير د سېنېټ چيئرمېن د خيالاتو سره اتفاق كښې ووئيل پاكستان د سيمې مهم هېواد دے او د دواړو هېواد??نو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې په هر سخت وخت كښې آزمائېل?? شوي ۔ده ووئيل د دواړو هېواد??نو ترمينځه په بېلو څانګو كښې دوه اړ??يز?? مرستې ته د وده وركول غواړي