اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) په پاكستان كښې د المان سفير مارټن كوبلر د پاكستان پوسټ په خدماتو د بشپړه اعتماد څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې په دې خوشحاله شوے يم چې پاكستان پوسټ د سامان رسولو ?? باور وړ اداره جوړه شوې۔ د سماجي رابطې په وېب پاڼه په خپلو تاثراتو كښې ده ووئيل چې ??ه د پاكستان پوسټ د لارې په برلن كښې خپلې كورنۍ ته ډالې لېږلې وه۔ ده په ډاكخانه كښې په غوره اسانيو او د ملازمينو لخوا په ښه سلوك د پوسټل سروسز وفاقي وزيرمراد سع??د ستائنه وكړه او د ده مننه ئې هم وكړه