د ستر روحاني لار??ود حضرت شاه ركن الدين عالم د عرس دستورې پېل شوې۔
ملتان ۔12 جنوری (اے پی پی) د ستر روحاني لار??ود حضرت شاه ركن الدين عالم 705 م درې ورځنې عرس د خالي په ورځ سحر ملتان كښې پېل شو۔ ګده نشين مخدوم شاہ محمود قرېشی په روايتي توګه مزار ته غسل وركولو سره د عرس د دستورو پرانسته وكړه۔ په دې مهال امنيت ټينګ كړې شوې وو۔ د پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې شاه محمود قرېشي ټولنه كښې زغم او ورورولۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ ده عرس كښې ګډون كوؤنكو ته هدايت وكړو چې هغوي دې د عظيم ص??في بزرګ په قدم قدم اېښودلو سره د ټولنې ښېګړې له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د ديني بزرګانو په تعليماتو عمل كولو سره ټولنه د امن او مينې مركز جوړېدې شي۔ صوفیاء کرامو د زغم او ورورولۍ درس وركړې۔ اولس ته مزارونو څخه روحاني سكون ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل كه مونږ ترقي كول غواړو نو مونږ له د حضرت شاه ركن عالم په تعليماتو عمل كول وي۔ ده په دې مهال د هېواد ??رمختګ او سوكالۍ له دعا هم وكړه۔ د پرانستې دستورې ته د مسلم انسټي ټيوټ اسلام آباد چيئرمېن صاحبزاده سلطان احمد علي ٬ د مذهبي چ??رو پخواني وزير حامد سعيد كاظمي او د دربار كوټ مټھن ګده نشين خواجه معين الدين محبوب هم خطاب وكړو