اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو او د مذهبونو د همغږۍ وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي چې د ټولې نړې مسلمانان حضور نبي كريم ﴿ص﴾ سره محبت او عقيدت لري٬ په تېرو ورځو كښې د دهرنو معامله حكومت په سوله ايز ډول حل ??ړې٬ د وزيراعظم عمران خان ??ړومبې ترجيح هم دا وه چې معامله په سوله حل ??ړې شي٬ د رياست كردار د مور په شان ??ي كومه چې خپلو ټولو بچو سره يو ډول سلوك كوي۔ ده دا خبرې يو نجي ټي وي چېنل سره د خبرو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان اوسني حكومت په هالېنډ كښې د سپكاوي د خاكو مقابلې مخ نيوي لپاره يو قوي غږ پورته كړو او د دې مقابلې په مخ نيوي كښې ئې مهم كردار ترسره كړو۔ د پاكستان حكومت په دې لړ كښې د او آئي سي په فورم هم قوي غږ پورته كړو او ټولو اروپائي سفيرانو ته ئې هم د قوانينو له مخې د دې معاملې حل ??پاره هدايت وكړل۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د مذهبي چارو و??ار?? يو مهم و??ار?? دے كوم چې د حج پاليسې پشمول د زكوة او عشر معاملې ګوري او د علما كرامو پشمول مشائخ عظام او مذهبي سكالرانو سره په حكومتي روابطو كښې دا و??ار?? مهم كردار لري۔ ده ووئيل چې د پاكستان جوړېدو نه وړاندې هم د پاك افغان ??ولې په دواړو غاړو زمونږ مشرانو زيات عقيدت مند لرل او يوه روحاني رشته جوړه وه او نن هم دا لړې روانه ده۔ د صوفياو په ماحول كښې رالوي شوې يم٬ كوم تن چې په داسې ماحول كښې رالوي شي نو د اورېدلو اورېدو ډېره موقع په لاس ورځي۔ ده ووئيل چې په تصوف كښې د خپلو مخالفينو پشمول ټولو لپاره يو نرمي ده۔ برداشت دے او زمونږ صوفيان ??ائي چې په مونږ كښې دل جوئي او دلداري ده٬ مونږ هم دا هڅه كوو٬ زه په دې معنٰي صوفي خو نه يم خو د صوفيا كرامو د خېرات نه مو څه نه څه ضرور ترلاسه كړي دي۔