اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د افغانستان په 99مه آزادۍ ورځې په موقع د افغانستان حكومت او اولس له مباركي وركړې ده ٬ وزيراعظم د آزادۍ پھ دې موقع د پاكستان اولس لخوا د افغان وروڼو او خوئېندو لپ??ره د نيكو هيلو څرګندونه هم كړې۔د افغانستان اولس مشر په نامه خپل خط كښې وزيراعظم وئېلي دي مونږ دعا ك??و چې د اشرف غني پھ قيادت كښې او د افغانانو پخپله مشرۍ كښې د افغان امن عمل د لارې د امن او خوشحالۍ دا ورځ په افغانستان كښې د امن او استحكام د نوې دور پېل وګرځي۔وزيراعظم وو??يل په افغانستان كښې د څو لسيزو راهسې د تشدد او عدم استحكام په وجه سي??ه ځپلې شوې۔پاكستان د تشدد او عدم استحكام ختمولو په ټولو هڅو كښې د افغانستان سره په استقامت ولاړ دے۔وزيراعظم په خپل خط كښې وئېلي دي د امن او استحكام ودې او د دواړو هېوادونو د اولس اقتصادي پرمختګ او څوكالۍ لپ??ره د ښه چاپېرچل جوړولو په لړ كښې مونږ د افغان حكومت سره د اعلٰی كچ رابطو خوښي لرو