اس??ام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي) پخواني وزيراعظم او د قامي اسمبلۍ غړي راجه پروېز اشرف وئېلي ??ي پيپلز ګوند چې كل?? حكومت تر لاسه كړو نو هغه وخت هم هېواد د تيارو سره مخ ؤ ٬د سي پېك كرېډټ زمونږ دے٬يوازې د نيلم جهلم نه د ټولو پروژو ترانزېك آډټ دې وكړې شي٬په 2013 كښې كرنټ اكاؤنټ خساره 2.5 اربه ډالره وه كومه چې نن 22 اربه ډالره ده۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې وېنا كوله٬ راجه پروېز اشرف ووئيل كل?? چې د تېرو پنځو كل??نو خبره كېږي نو بيا به د هغې څخه وړاندې د پنځو كل??نو خبره هم كېږي۔د خزانې وزير ته وئېل غواړم كل?? چې په 2013 كښې حكو??ت ختم شو نو هغه وخت كرنټ اكاؤنټ خساره 2.5 اربه ډالره وه او اوس هغه 22 اربه ډالره ته رسېدلې خو په كوم ډول چې نوي حكومت كار پیل كړی دا هم سم نه دے٬ ده ووئېل كل?? چې مونږ حكومت سنبهال كړو نو هغه وخت هم هېواد د تيارو سره مخ و۔ده ووئيل هغه وخت د خامو تېلو بيعه 144 وه خو بيا هم موڼږ يو يونټ برېښنا په څلور ر??پۍ وركوله۔ده وئيل د سي پېك خبره كېږي د دې كرېډېټ هم زمونږ دے ٬داسې به وئېلې كېدل چې هر 15 ورځې پس زرداري ولې چين ته ځي۔راجه پروېز اشرف ووئيل يوازې د نيلم جهلم نه د ټولو پروژو فرانزك آډټ دې وكړې شي مونږ به په دې حقله قرارداد هم راوړو٬كمېټي دې جوړه كړې شي او كرپشن كوونكو له دې سزا وركړی شي