اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) ۔ د قومي اسمبلۍ سپ??كر اسد قېصر او دوهم سپ??كر قاسم خ??ن سوري اولس ته د محرم الحرام په مهال د امن او امان اقداماتو كاميابې لپاره د مرستې كولو خواست كړے او وئيلي ئې دي چې اسلام د امن٬ محبت او برداشت دين دے كوم چې د فرقه واريت٬ انتهاخوښې او تعصب نفي كوي۔ د شورو په ورځ جاري شوي بيان كښې دوي ووئيل چې ع??ما كرام او مذهبي سكالران دې د بېلا بېلو مسلكونو او د مسلمانو ترمېنځه همغږي پېدا كولو لپاره خپل كردار ترسره كړي او بايد دوي د اسلام ريښتين?? پېغام خپور كړي۔ دوهم سپ??كر قاسم خ??ن سوري ووئيل چې په هېواد كښې د ترهګرې خاتمې او د فرقه پرستې مقابلې لپاره هم خپل اختلافات هېرولو سره د يوې جامع حكمت عملې خپلولو ضرورت دے۔ بايد مونږ د محرم الحرام په حقيقي روح عمل وكړو كوم چې د ايثار٬ قربانې او برداشت درس وركوي۔ بايد د محرم په مهال مونږ د هر ډول تعصب او فرقه بازې نه ځان وساتو۔