پیښور 12جولائی (اے پي پي) نګران وزيراعظم جسټس(ر)ناصر الملك په 25 جولائي ټول ټاكنو كښې د برخه اخستونكو كانديدانو او په خاص توګه د سياسي ګوندونو اعلٰی قيادت لپاره د كوټلي امنيتي انتظاماتو سپارښتنه كړې ده ۔ده د صوبائي سرښار پیښور يوه ورځنۍ دوره ??كړه او په پېښور كښې د ترهه ګرۍ اوسنې پیښې په تناظر كښې د صوبائي حكومت د اړخه د شوو اقداماتو ئې جاج واخست۔د پیښی په نتيجه كښې چې د عوامي نېشنل ګوند لارښود هارون احمد بلور پشمول 22 كسان شهيدان شوي وو۔وزيراعظم په دې پیښه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔ده د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا او لنډ مه??له وزيراعلٰی جسټس(ر)دوست محمد خان سره ??لاقاتونه هم وكړل۔نګران داخله وزير اعظم خان هم وزيراعظم سره ??لګرے ؤ ۔وزيراعظم ته د صوبائي حكومت د اړخه د پورته ??ړو اقداماتو په اړه بريفنګ هم وركړې شو۔