اسلام آباد 24مئي (اے پي پي) و??ير??عظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي د فاټا اصلاحاتو معامله ډېره پيچلې وه٬د سرتاج عزيز پھ مشرۍ كښې د فاټا اصلاحاتو عملدرآمد لپاره يوه كمېټي جوړه كړی شوې وه كومې چې د ټولو سټېك هولډرز سره ملاقاتونه او مشاورت كړی ؤ ٬حكومت او مخالفې ډلې هم په دې لړ كښې ډېره خواري كړی٬مونږ به چې كله هم د فاټا اصلاحاتو په حقله مخ په وړاندې تللوو نو خنډان او مسائل به رامخې ته كېدل خو نن مونږ د دغې بل د اسمبلۍ نه په منظورولو كښې بريالي شوي يو٬د مسلم ليګ(ن)د مشر محمد نواز شريف د وړومبۍ ورځې نه دا پالېسي وه چې مونږ د خپل هېواد خاوره د كوم بل هېواد په ضد د كارولو اجازه نه شو ور??ولې٬د محمد نواز شريف د مركې څخه غلطه نتيجه اخستلې شوې٬څه چې پھ ورځپاڼه كښې شائع شوي هغه ناسمه رپورټنګ ؤ ٬د لند مهاله و??ير??عظم په حقله كه نن كومه پريكړه ونه شوه نو معامله به پارلماني كمېټۍ ته لېږلې شي٬د 28مې جولائي د عدالتي پريكړی نه پس وئېل كېدل چې حكومت به خپله موده نه ترسره كوي٬د سېنېټ ټاكنې به نه كېږي خو حكومت خپله موده هم ترسره كوي او د سېنېټ ټاكنې هم شوي دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ يو ش??صي ټي وي سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د فاټا اصلاحاتو په حقله د فاټا ټولو غړو سره مشاورت شوې٬د اسمبلۍ دننه په 11 كښې 9 غړو د بل مرسته كوله او د ووټنګ په وخت د فاټا غړي د خپل سياسي سباؤن په اړه اسمبلۍ كښې موجود نه وو او څو په ووټنګ كښې برخه وانخسته۔ده ووئيل د فاټا اصلاحاتو په بل اتفاق پېدا كولو په حقله داسې داسې مسائل رامخې ته شوي كوم چې زمونږ په سوچ كښې هم نه وو۔د يوې پوښټنې پھ ځواب ده ووئيل چوهدري نثار علي زمونږ زوړ ملګرے دے د هغه سره اختلاف رائے كېدې شي خو جنګ نه۔د اولې ورځې نه وائيم چوهدري نثار علي چرته هم نه ځي زمونږ پھ ګوند كښې 30 كاله وشول اوس كوم بل ګوند ت?? د ت??لو په ځاې خپل كور ته تلل به ښه ګڼو۔و??ير??عظم شاهد خاقان عباسي د مېډيا سره د خپلو خبرو په حقله ووئيل دا زما پريكړه وه چې زما خبرې په ټي وي نيغ په نيغ ونه ښودلې شي۔د يوې پوښټنې پھ ځواب ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)د مشر نواز شريف د وړومبۍ ورځې نه دا پالېسي وه چې مونږ به د خپل هېواد خاوره د كوم بل هېواد په ضد كارولو له ور??ه كړو۔د نواز شريف د مركې غلطه نتيجه ااخستې شوې څه چې په ورځپاڼه ګښې شائع شوي هغه ناسمه رپورټنګ ؤ۔د لنډ مهاله و??ير??عظم د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل كه نن تر جمعې ورځې پھ كومه نامه سلا رانغله نو معامله به پارلماني كمېټۍ ته لېږلې شي٬مونږ درې نومونه ور??ړي وو او مخالفې ډلې هم درې نمونه راكړي وو خو په دغه نومونو اتفاق رانغلو اوس به پھ كومه بله نامه غور كوو۔ده ووئيل پھ ټي وي ټاك شو كښې د لنډ مهاله و??ير??عظم په حقله څه نومونه داسې راغلي كوم چې زمونږ په مشاورت كښې شامل نه وو۔ده ووئيل مونږ د لنډ مهاله و??ير??عظم پريكړه كوو او د لند مهاله كابينې پھ حقله به لنډ مهاله و??ير??عظم پريكړه كوي۔د پروېز مشرف په حقله و??ير??عظم ووئيل پروېز مشرف د عدالت په امر بهر تللې٬د چوهدري نثار علي خان په دغه لړ كښې هېڅ كردار نه ؤ۔د پروېز مشرف د بېرته راوستلو په حقله و??ير??عظم ووئيل پھ دې لړ كښې چې عدالت څه هم حكم كوي په هغې به عمل كولې شي۔د اصغر خان كيس په حقله د و??ير??عظم وېنا وه دا ډېره زاړه معامله ده٬په دې چا پیشرفت نه دې كړې خو په راروانه وفاقي كابينه كښې په دې بحث كېدې شي۔و??ير??عظم ووئيل د داسې ټولو معاملاتو حل كولو لپاره به به ټرته كمېشن جوړولې شي چې پكښې به مونږ د سباؤن په حقله معامله تعينوو٬په ډېرو هېوادونو كښې دغسې لاره خپله كړی شوې۔د برېښنا لوډشېډنګ په حقله و??ير??عظم ووئيل په دې مياشت كښې د دوه نيم زره مېګاواټ شارټ فال سره مخ يو د كومې سبب چې د اوبو كمې دے۔ده ووئيل دا به ټولو له تسليمول وي چې د اوبو مسئله زمونږ لپاره ډېره مهمه ده٬څومره اوبه چې ضائع كېږي كه دغه نيمې هم وساتلې شي نو ډېر مسائل به حل شي