پیښور 23 مئي (اے پي پي)وزيرا??ظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي حكومت قامي پېداوار زياتولو او د هېواد پرمختګ له كوټلي ګامونه پورته كړي دي ۔د دې خيالات?? څرګندونه ده د شورو په ورځ د پیښور باچا خان هوائي مېدان پراختيا منصوبې پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔وزيرا??ظم ووئيل د پېښور هوائي مېدان د هېواد څلورم مصروف هوائي مېدان دے٬د دې پراختيا ته اړتيا وه۔ده ووئيل حكومت ايئر ټرانسپورټ سسټم كښې انقلابي بدلون راوستې او نن د هېواد په مهمو هوائي مېدانونو مسافرو ته د تېر وخت په مقابل كښې زياتې آسانۍ ترلاسه دي۔وزيرا??ظم ووئيل حكومت د توان په بحران قابو موندلو كښې هم بريالې شوې دغسې د حكومت د اړخه معرفي كړې ټېكس اصلاحاتو ??ه نتيجه كښې هم هېواد د پرمختګ پلو روان شوے۔وزيرا??ظم شاهد خاقان عباسي ووئيل راروانه اونۍ كښې به د كوئټې هوائي مېدان د پراختيا منصوبې پرانسته هم كولې شي۔پھ دې موقع د وزيرا??ظم د هوا بازۍ صلاحكار سردار مهتاب احمد خان هم خطاب وكړو۔د باچا خان هوائي مېدان پراختيا٬تعمير او ښكلا په منصوبه درې اربه روپې لګښت راغلې چې پكښې د جديدې مشينرۍ لګول هم شامل دي۔په دې منصوبه جنوري 2016 كښې كار پېل شوے ؤ