اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن د اسلامي نړۍ بېلو برخو كښې د بدامنۍ او عدم استحكام ښكار اولس مرستې او بحالۍ لپاره د يو نظام جوړولو تجويز وړاندې كړې او وئېلې يې دي په دې لړ كښې د پاكستان او سعودي پشمول ټولې اسلامي نړۍ له كار كول پكار دي٬اولس مشر د اسلام ??وب??ا په ضد په كار كولو هم زور راوړې۔اولس مشر دا خبره د امام كعبه امام شېخ صالح بن محمد الطالب ??ره په خبرو كښې ك??ې چا چې په ايوان صدر كښې د خپل پلاوي ??ره ده ??ره ملاقات كولو۔پھ دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف٬د مواصلاتو وزير عبدالكريم٬سناتور مير او د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي هم موجود وو۔اولس مشر ممنون حسېن ووئيل پاكستان او سعودي په ټولو نړيوالو او سيمه ايز چارو يو ډول خيالات لري او په نړيوالو فورمونو يو بل ??ره بشپړه مرسته كوي۔اولس مشر ووئيل سعودي حكو??ت د حج او عمرې لپاره هر كال ښه انتظامات كوي په كومو چې زه د پاكستاني اولس او عالم اسلام لخوا مننه كوم۔اولس مشر ووئيل پاكستان د سعودي حكو??ت د وژن 2030 بشپړه ملاتړ كوي٬دې وژن ??ره به منطقه كښې استحكام او معيشت مضبوط شي۔ده ووئيل د تېرو څو كلونو په مهال په نړۍ كښې اسلام ??وب??ا پیدا شوې كومه چې په حقيقت اډانه ده۔زه خوشحاله شوې يم چې د اسلام په ضد د دې تاثر خاتمې لپاره پاكستان او سعودي په ګډه كار كوي٬دې مقصد لپاره سعودي ??ره به د پاكستان مرسته به برقرار وي۔اولس مشر په دې موقع د سعودي فرمان رواﺀ شاه سلمان بن عبدالعزيز ٬ولي عهد محمد بن سلمان او د د سعودي اولس لپاره د نيكو هليو پېغام وركړو۔امام كعبه پھ دې موقع ووئيل د پاكستان او سعودي رشته يوازې يوه سفارتي نه د ايمان رشته ده٬پاكستان د سعودي عرب طاقت دے ٬ ده ووئېل د دواړو هېوادونو مقاصد يو دي۔پاكستان او سعودي د عالم اسلام لويې طاقت دے چې د چا په مشرتابه جې مونږ باور لرو