اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د موټروے پوليسو وياند وئيلي دي چې د پنجاب د زياتو سيمو پشمول د هېواد په زياتو برخو كښې د لړې امكان دے۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د سختې لړې له امله د ګوجره نه تر فېصل آباد او د خانيوال نه تر ملتان موټروے بند كړې ش??ې۔ ده ووئيل چې په پتوكي٬ اوكاړه٬ ساهيوال٬ ملتان٬ لودهران٬ بهاولنګر٬ چيچه وطني ا و فېصل آباد كښې د نظر ېر صفر راټيټ شوے۔ ده د ګاډو چلوونكو ته هدايت وكړو چې د سفر په مهال د احتياطي تدابيرو نه كار واخلي۔ د موټروے پولي??و مسافرو ته هم خواست كړے چې د ضرورت نه بغېر د سفر كولو نه ډډه وكړي او سفر كولو لپاره دې جي ټي روډ وكارول شي او د سفر په مهال دې فوګ ل??ئټ?? آن وساتي۔