اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې قائداعظم محمد علي جناح ټول عمر د كوټلو دلائيلو او جمهوري اصولو په بنياد د هند د مسلمانانو د مذهبي٬ سماجي او اقتصادي حقونو او د تشخص مقدمه ترسره ??ړې٬ راځئ چې د قائد د افكارو او خيالاتو په رڼا كښې يو قوي او پرمختللي پاكستان لپاره ??څې وكړو٬ د تېر وخت د كوتاهې نه سبق زده كولو سره به مونږ ته دې منزل ته د رسېدو هڅې كول وي۔ ده دا خبرې د قائداعظم محمد علي جناح د ولادت ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل چې قائداعظم د هند مسلمانان د مسلم ليګ په يو پلېټ فارم راټول كړل او د يو داسې رياست تشكي?? ئې ممكن كړو چرته چې د كوم فرق نه بغېر ټول وګړي يو ډول موقعې او حقوق ولري۔ دې نوي رياست لپاره ??ائد د اتحاد٬ ايمان او تنظيم اصول هم وټاكل۔ وزيراعظم ووئيل چې بايد نن مونږ د دې خبرې جاج واخلو چې م??نږ د خپل قائد د اصولو او مقاصدو په وده كښې څومره ??امياب شوي يو۔ وزيراعظم ووئيل چې د تېر وخت د كوتاهې نه سبق زده كولو سره به مونږ ته دې منزل ته د رسېدو هڅې كول وي۔ ده ووئيل چې راځئ چې د قائد د افكارو او خيالاتو په رڼا كښې يو قوي او پرمختللي پاكستان لپاره ??څې وكړو۔