اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند وئېلې دي هند د پرمختيائي هلو ځلو په نوم افغان خاوره پاكستان كښې تخريب كارۍ لپاره كاروي٬ د هندي پوځ مشر د سټرائيكس پحقله بيان بېخي ناسم دے٬ دا ډول هندي بيانونه غېر ذمه واره او د منطقې امن او استحكام لپاره د خطر وړ دي٬ نړ??واله ورورلي دې د هندي دړكو نوټس واخلي٬ د پاكستان ات??مي پروګرام پرامن او په بشپړه توګه محفوظ دے او د ات??مي تنصيباتو امنيت لپاره كوټلې كمانډ اېنډ كنټرول نظام لرې٬ پاكستان د افغانستان پشمول ټوله منطقه كښې امن او استحكام لپاره هڅې ك??ي۔ دا خبرې د خارجه دفتر وياند محمد نفيس زكريا د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال وكړې ۔ د ات??مي پروګرام په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاكستان ات??مي پروګرام پرامن او په بشپړه توګه محفوظ دے او د ات??مي تنصيباتو امنيت لپاره كوټلې كمانډ اېنډ كنټرول نظام موجود لرې۔ ده ووئيل پاکستان په دې لړ كښې د ات??مي توان نړ??والې اداراې سره بشپړه مرسته كوي٬ د دې نه علاوه پاكستان ځيني سيمه ايزو هېوادونو له د نيوكل??ئر تحفظ پحقله تربيه هم وركوي٬ ??ې مقصد لپاره په سنټر آف اېكسلېنس كښې د تربيې اهتمام شوې۔