اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) امریکائي ميډيا او تھېنك ټېنکس خبردارې وركړې ??ې د پاکستان د ځانله كولو هڅو په نتيجه كښې د افغانستان وضفه لا خرابېدې شي۔ د امريكائي پرنټ او الېكټرانك ميډيا كښې د ټرمپ د نوې افغان پاليسۍ پحقله خبرې روا??ې دي۔ د اولس مشر ټرمپ لخوا د پاكستان د مرستې خاتمې پحقله په دړكه نوموړې ورځپاڼې نيويارك ټائمز خپل يو آرټيكل كښې ليكلے دي ??ې د امريكې پاليسي سازو تېر وخت كښې هم دا ډول وړاندېزونه وركړې او بيا ئې پخپله رد كړي٬ د افغان په معاملاتو كښې د هند په كردار د پاكستان لخوا سخت غبرګون رامخې ته كېدې شي۔ ورځپاڼې ليكلے دې ??ې د چين په صورت كښې د پاكستان يو طاقتور ??ليف او اتحادي موجود دے او د امريكائي مرستې بندېدو سره به چين ته د دې خلاء نه د ګټې پورته كولو بشپړه موقع په لاس ورشي۔ ورځپاڼه ليكي د پاکستان په ضد اقداماتو سره د افغانستان وضعه نوره هم زياته خرابېدې شي۔ هم په دې ورځپاڼه كښې په يو بل مضمون كښې د اولس مشر ټرمپ لخوا د افغانستان په معاملاتو كښې د هندي كردار مخالفت شوې دې او وئيلي ئې دي ??ې د هند په كردار د پاكستان لخوا د سخت غبرګون څرګندونه كېدې شي۔ بلخوا نوموړې امريكائي تهېنك ټېنك يو اېس انسټي ټيوټ آف پېس وئيلي دې چې امريكا پاكستان يو مهم ش??اك?? دار هېواد ګڼي۔ د ادارې په وېب پاڼه د خپور ??وې اعلاميې له مخې د امريكې د انتظاميې ګڼ شمېر سينئر غړي دا ګڼي چې پاكستان د امريكې مهم اتحادي او ش??اك?? دار هېواد دې او د دواړو هېوادونو دښمن او مفادات ??و ډول دي۔ دې غړو د نوم نه څرګندولو په شرط ووئيل چې امريكا د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو ستائنه كوي۔ غړو ووئيل امريكا پاكستان سره په جدي او په زغم آډانه اړيكو جوړولو كښې خوښي لري او ددې هدف ترلاسه كولو لپاره به كار دوامدار وي