اسلام آباد 13دسمبر (اے پي پي) د سائنس او ??یکنالوجي وفاقی وزیر سېنېټر شبلی فراز وئيلي دي حکومت تعلیمی ادارو او د ریسرچ اینډ ډویلپمنټ تنظیمونو مسائل حل كولو لپاره آسانۍ وركوي۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د کامسیټس پوهنتون د سيورې لاندې دوه ورځنې 18م نړيوال کنف??نس ”فرنټیئرز آف انفارمېشن ټیکنالوجی 2021 “ پرانستې دستورې ته وينا كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل كوم هم هېواد د ماحول حفاظت، د توان تل پاتې ذريعو پ??مختګ ، د نا علاجه ناروغيو په ضد جنګ ، آبادۍ كښې د زياتوالې چیلنجونو او د خوراك كمې په شان مهمې او ??شكلې مسئلې په يواځې نه شي حل كولې۔ده ووئيل حکومت د سائنس او ??یکنالوجی په څانګو كښې د نړيوالې مرستې دوه اړخيزه لوظنامو د لارې د ځائې مسائلو حل لپاره تعلیمی ادارو او ځائې ریسرچ اینډ ډیولپمنټ تنظیمونو ته اسانۍ وركوي۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل حکومتي اقدامات او ??الیسۍ د هېواد يو كس ته د مواصلاتی ټیکنالوجۍ ګټه ورسول دي۔ نوموړې تعلیم پوهه او ??حقق پروفیسر ډاکټر عطاءالرحمٰن، ریکټر کامسیټس یونیورسټی اسلام آباد پروفیسر ډاکټر محمد ټی افضل او ??ورو وېنا كوونكو هم کنف??نس ته وينا وكړه او ??ېواد كښې د تحقیق او ??رمختګ كلتور ودې له ئې حكومتي هڅې وستائلې۔ کنف??نس كښې د فرانس، هالینډ، چین، آئرلینډ، پرتګال، پاکستان، برتانيې او د امریکې نړيوالو محققینو او تعلیم پوهانو ګډون وكړو،سږ كال د کنف??نس تھیم ”ډیجیټل پاکستان“ دے