كراچي 29نومبر(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي د نړۍ په وړاندې د هېواد مثبت تشخص وړاندې كولو لپاره د اعلٰی اخلاقي اقدار سره د وظيفائي چارو په ښه معيار زور راوړولو سره دا باور څرګند كړے چې اے اېس اېف به په قامي جذبه او مينه د هېواد خذمت روان ساتي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په هوائي مېدان د امنيتي ځواك په اكېډمۍ ??ښې د BASC-49 سېكيورټي كورس پاسنګ آؤټ دستورې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔په دستوره ??ښې د سول ايوي اېشن وفاقي وزير غلام سرور خان٬د اے اېس اېف ډائرېكټر جنرل ميجر عابد لطيف خان٬ډپټي ډائرېكټر جنرل رېګېډيئر جنرل صلاح الدين ايوبي٬د اے اېس اېف اكېډمۍ كمانډنټ لېفټيننټ كرنل ياو?? عباس نه علاوه د سوداګرو مشرانو٬سفارتكارو او نورو ګډون كولو ۔صدر ډاګټر ډاكټر عارف علوي په دې مهال په اے اېس اېف اكېډمۍ ??ښې د 24 اوونيو سېكورټي ټريننګ كورس په بشپړیدو ګډون كوونكو ته مباركي وركړه۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل چې كله تاسو د قامي سلامتيا ذمه وارو پوره كولو لپاره اولس سره په ښه ډول ملاوېږۍ نو دغې څخه ستاسو د وظيفائي پوهې اندازه لګېږي او د اولس مثبت تاثر ورسره رامخې ته كېږي ۔ده ووئيل د كورونا وائرس وبا په مهال خپلې وظيفائي چارې په ښه ډول تر سره كولو او افغانستان څخه د انخلا په مهال په خذماتو د اے اېس اېف ستائنه كوم چې ورسره نړۍ ته زمونږ مثبت تاثر ورمخې ته شوے۔ده په اے اېس اېف ??ښې د مېرمنو په ګنه شمېره ګډون د اطمينان څرګندونه كولو سره د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح د هغه قول حواله وركړه چې پاكستان به هغه وخت ترقي وكړي او خوشحالي به راشي كله چې مېرمنې په هر مېدان ??ښې برخه واخلي۔د دې څخه وړاندې ده په تربيتي كورس ??ښې ښه پوزېشن ترلاسه كوونكو له انعامات وركړل۔په خپل وېنا ??ښې د اے اېس اېف اكېډمۍ كمانډنټ لېفټيننټ كرنل ياو?? عباس د اكېډمۍ په تاريخ ??ښې د نړيوال معيار په سېكورټي كورسز/ټريننګ كوونكي خبر كړل۔ده ووئيل اے اېس اېف د هېواد په 28 هوائي مېدانونو سېكورټي سروس وركوي۔ده ووئيل تراوسه اے اېس اېف ته په پېشه وره خذمات د پاكستان حكومت لخوا په ښه كاركردګۍ دوه ځل ستاره شجاعت او 23 تمغه شجاعت وركړے شوي