اسلام آباد 17 اکتوبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير ??ېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د عمران خان حكومت به پنځه كاله موده پوره كوي، د پېټروليم مصنوعاتو په بېعه كښې په نړيواله كچه اضافه شوې ده، حكومت پوره هڅې كوي چې اولس ته ريليف وركړے شي، ډاكټر عبدالقدير ?? وزيراعظم په هدايت مكمل سركاري اعزاز سره خا??رو ته سپارل شوے، د هغه د وصيت له مخې هغه د اېچ اېټ په قبرستان كښې دفن كړے شوے. د اتوار په ورځ د نامتو اټومي سائنسدان ډاكټر عبدالقدير ??ان كورنۍ سره د غمرازې كولو نه پس مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د عمران خان حكومت به پنځه كاله موده پوره كوي، د راتلونكو ټاكنو تياري دې وكړې شي، اولس به پرېكړه كوي. ده ووئيل چې د ګرانې اعتراف دے، په ټوله نړۍ كښې د تېلو او خوراكي تېلو په بېعو كښې اضافه شوې ده، په دې قابو موندلو لپاره پوره هڅې كوو. ده ووئيل چې ډاكټر عبدالقديد قومي هيرو و. د وزيراعظم په هدايت پوره سركاري اعزاز سره خا??رو ته سپارل شوے. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د ډالر په قدر كښې د اضافې په اړه د څلور پنځو لوي اېكسچېنج اېجنسو آډټ كوو، 24 كسان نيول شوي دي. افغانستان ته د ډالر قاچاق كېدو او د افغانستان حالات هم يوه وجه ده. اېف آئي اے ته وئيلي شوي دي چې د دې ټولې معاملې پلټنې وكړي.