اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي چې د سي پېك جے سي سي فورم د چترال دير٬سوات موټروے او د پېښور ډي آئي خان موټروے په سي پېك كښې شاملولو سر?? د ??ې سيمو د پرمختګ زيرے وركړے ٬د جګلوټ سكردو سړك ب?? د ??كتوبر تر 30مه نېټه ترسره كړې شي د دې پرانسته به وزيراعظم عمران خان كوي۔د ېنشنل هائي ويز اتهارټي لخوا د ??مع?? په ورځ د جاري شوي بيان له مخې ده دا خبرې د روانو پروژو په تفصيلاتو د خبرو په مهال وكړې۔د اېن اېچ اے لخوا يوه وېډيو هم جاري كړی شوې ده چې پكښې د جګلوټ سكردو پروژې د كار 2019 او 2021 مناظر ښودلې شوې دي۔په وېډيو كښې د كال 2019م يرونكې او په كال 2021م كښې د سړك د كار نه پس زړه راښكونكې منظر هم ښودلې شوې۔د مواصلاتو وزير ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د اولس د خېرښېګړی پروژو سره سر?? د ??ړكونو جوړولو كار هم روان دے۔ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د سېلګرۍ ودې لپاره د چترال او ګلګت بلتستان د لويې لارې منظوري هم وركړې