اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي)د ډنمارك خارجه وزير يپے كوفے وئېلي دي چې پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښ?? لويې قيمت ادا كړې٬پاكستان سره د تجارت٬توان او اقتصاد اړيكې لا پراخا كول غواړو٬هغه دا خبرې د جمعې پ?? ورځ په خارجه وزارت كښ?? د پلاوو په كچه د مذاكر??تو نه پس د پاكستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره يوځاې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي په افغانستان كښ?? د اوسني صورتحال په اړه د پاكستان او ډنمارك ترمينځه د روابطو نه خبرولو سره ووئيل چې زما د ډنمارك خارجه وزير سره د افغانستان په صورتحال درې ځله ټېليفوني رابطه شوې او هغه مې د اروپائي ائتلاف د خارجه اړيكو او سلامتيا مشر جوزف بوريل سره د شوي ملاقات څخه هم خبر كړې۔د دې نه علاوه زمونږ په دوه اړخيزه اړيكو هم خبرې شوې دي۔خارجه وزير ووئيل چې پاكستان او ډنمارك د قابل تجديد توان پشمول په ګڼ شمېر څانګو كښ?? د سرمايه كارۍ حجم زياتولې شي۔زه خوشحاله يم چې ډنمارك د توان بدلون په اقدام كښ?? پاكستان شامل كړې۔شاه محمود قرېشي ووئيل چې پ?? مذاكراتو كښ?? د پارليماني روابطو په وده هم خبرې شوې دي۔د جي اېس پي پلس درجې پ?? اړه د پاكستان په ملاتړ مو د ډنمارك مننه كړې۔او د فيټف په معامله مو د ډنمارك خارجه وزير د پاكستان د اقدام??تو څخه خبر كړې۔د د ډنمارك خارجه وزير په كوربتوب او تود هركلي د پاكستان مننه كولو سره ووئيل چې مونږ د كابل څخه د ډنمارك د وګړو په محفوظه انخلا كښ?? د پاكستان د مرستې مننه كوو۔هغه ووئيل چې پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښ?? لويې قيمت ادا كړې۔ده ووئيل چې مونږ علم لرو چې پاكستان د منطقې سلامتيا او استحكام لپاره څومره اهميت لري۔ده ووئيل چې پاكستان ته په راتللو ډېره خوشحالي محسوسوم۔