اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د سارك چېمبر صدر افتحار علي ملك وئيلي دي چې پاكستان افغان اولس لپاره د 100 مليونه روپو د مرستې سامان لېږلو او افغان زده كوونكو ته د 100 وظيفو وركولو اعلان كړے. د اتوار په ورځ شتمنو كسانو سره په خبرو ??ښې ده ووئيل چې افغان اولس يو شم??ر ستونزو سره مخ دے ، د ټولې نړۍ او په خاص توګه د لوېديځو او امريكې اخلاقي ذمه واري ده چې هغه د افغانستان بيا رغونې او د نړۍ د غريب هېواد د خلقو بحالې لپاره كليدي كردار ترسره كړي. ده ووئيل چې په افغانستان ??ښې به د دائمي ا??ن ګټه نه يوازې پاكستان بلكې ټولې منطقې او نړۍ ته ورسي. افتخار علي ملك ووئيل چې مونږ په دې فخر كوو چې په نړۍ ??ښې تر ټولو زياته عطيه پاكستانيان وركوي. ده ووئيل چې د پنجاب ګورنر محمد سرور د تل پشان افغانستان لپاره په چنده جمع كولو ??ښې داتي دلچسپي اخلي. ده ووئيل چې يو شم??ر ډلې د افغان اولس مرستې لپاره عطيات جمع كوي. د سارك چېمبر يوه ډله به سارك چېمبر افغان څانګې او د افغان چېمبر دوره كوي چې دغسې دوي سره د يووالي څرګندونه وكړې شي او د دوه اړخيزه تجارت ودې لپاره كردار ترسره كړې شي.