اسلام آباد21ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي حكومت په هېواد كښې د كال 22-2021 په مهال د ??حت څانګې بهترۍ لپاره 73.9 اربه روپۍ خرڅ كوي، د ??حت بجټ د تېرو كالونو په مقابل كښې سږ كال 410 فيصد زيات دے، دا د تېرو دريو كالو په مهال د ??حت د مجموعي خرڅ نه درې چنده زيات شوے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د لوړې كچې د ??اج اغستو غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ وفاقي وزير اسد عمر د ??حت د نوو او روانو سكيمونو تفصيلي ??اج واخست كوم چې به موجوده او د تېر مالي كال د وفاقي مالي مرستې څخه ترسره ??ولې شي۔ ده ووېيل د وبائي بحران له مخې حكومت نه يواځي د بجټ په وېش كښې د ??حت تحفظ كړے بلكې د ??حت د سكيمونو د لارې د ??حت مضبوط نظام ٬ د وبائي رنځونو په ضد چمتوالے او د ??حت نړيوال كوريج پشمول مهم او ستراتېژك منصوبو ته پام لرنه شوې۔ ده ووئيل د سږ كال په پي اېس ډي كښې 40 نوو او روانو سكيمونو لپاره د نېشنل هېلتھ سروسز وزارت، رېګولېشناو کوآرډينېشن لپاره 21.7 بېليونه روپۍ بېل كړې شوي دا د تېر كال بجټ څخه 50 فيصده زياتې دي ، د دې نه علاوه د فناس ډويژن له مخې د ??حت منصوبو لپاره 2 اربه روپۍ٬ د كشمير چارو او ګلګت بلتستان له مخې د ??حت منصوبو لپاره 4.4 اربه روپۍ او د پاكستان اټامك انرجي كمېشن له مخئ د ??حت منصوبو لپاره 2.8 اربه روپۍ بېلې كړې شوي