دوشنبے 16 ستمبر (اے پي پي) ??زي??اعظم عمران خان په پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې د كاروبار او سرمايه كارې اسانيې په ډاګه كولو سره وئيلي دي چې د منطقې او په خاص توګه د تاجكستان سرمايه كار د دې موقعو څخه استفاده كولې شي، سيمه ايزو او نړيوالو سرمايه كارو ته به د پاكستان حكومت هر ډول ممكنه اسانيې وركوي چې ورسره به نه يوازې معيشت بلكې اولس ته هم ګټه ورسي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د پاكستان او تاجكستان بزنس فورم ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع د ??زي??اعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق دا??د هم موجود و. د دوه اړخيزه تجارت زياتولو په اړه د اهميت وړ دا فورم د تجارت وزارت، د سرمايه كارې بورډ او د پاكستان د ټرېډ ډوېلپمنټ اتهارټۍ په مرسته وشو. په فورم كښې 67 پاكستانو او 150 تاجك ??مپ??و ګډون وكړو. ??زي??اعظم په خپله وېنا كښې ووئيل چې د پاكستان څخه 67 ??مپ??ې تاجكستان ته راغلې دي. د دواړو هېوادونو تجارانو ته اسانيې وركولو لپاره به اقدامات كولې شي او په كاروبار كښې به اساني پېدا كولې شي. ده ووئيل چې په تاجكستان كښې د توان او په خاص توګه د اوبو څخه د برېښنا پېدا كولو ډېرې موقعې موجود دي.له بده مرغه په پاكستان كښې برېښنا ګرانه ده، د ارزانې اوبو څخه د برېښنا نه استفاده كول غواړو. بايد په كاسا -1000 پروژه كار ګړندې شي. د پروژې زر ترسره كېدل غواړو. ده ووئيل چې د 80 مليونه ډالرو شريك تجارت د دواړو هېوادونو د حقيقي صلاحيت نه ډېر كم دے. ده ووئيل چې حكومت كاروبار لپاره مناسب اسانيې وركوي او په دې لړ كښې به خنډونه لرې كولې شي او په كاروبار كښې به اسانيې پېدا كولې شي. ??زي??اعظم ووئيل چې د دوه اړخيزه تجارت ګټه به نه يوازې معيشت ته بلكې اولس ته هم ورسي. د افغانستان د صورتحال ذكر كولو سره ??زي??اعظم ووئيل چې د 40 ??ال?? جنګ نه پس امن راغلے. د جامع حكومت جوړېدو سره به په خپلو كښې روابط زيات شي. په بزنس فورم كښې د پوښتنو او ځوابونو ناسته هم وشوه چې پكښې ??زي??اعظم عمران خان او د تجارت سلاكار عبدالرزاق دا??د د كاروباري شخصياتو د پوښتنو ځوابونه وركړل او په پاكستان او منطقه كښې ئې كاروباري موقعې په ډاګه كړې.