اسلام آباد13ستمبر (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالډاکټر فېصل سلطان وئيلي دي چې د کورونا نه بچ كېدو لپاره واكسين هره ورځ د لس لكه نه زياتو ك??انو ته لګولې كېږي٬ د وباء نه بچ كېدو لپاره ماسك ضرورې دے٬ مونږ له د دې جوګه شوې نه يو چې د ماسك استعمال پرېږدو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د صحت نړ??وا??ې ادارې په اشتراك د ماسك استعمال پحقله د شعور بېدارولو كمپائن پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه٬ ده ووئيل پاکستان كښې د كورونا خپرېدو لاره نيولو لپاره زمونږ لائحه په ګرده نړۍ كښې تسليم كړې شوې?? ده ووئيل د كورونا په مهال پاكستان كښې مثبت معاشي شرح رامخې ته شوې كومه چې 3.5 فيصده وه?? ده ووئيل تر اوسه د پنځه كروړه نه زياتو ك??انو ته واكسين وركړې شوې دي چې پكښې دوه كروړه نه زياتو ك??انو د واكسين عمل بشپړ كړے شوے، دا د يوې ښې لائحې عكاسي ده٬ وباء ختمه نه ده د ميديا د لارې ټولو ته دا وئيل غواړم چې وباء اوس هم موجود ده ?? ده ووېيل د كورونا په اېس او پيز د عمل نه لاس مه نيسۍ په دې بشپړه عمل و??ړۍ?? ده ووئيل كه مونږ داسې وكړل نو د وباء څلورمې چپې څخه به په كاميابۍ سره بهر شو او بيا به مونږ د دې وېنا جوګه شو چې اوس د ماسك د استعمال ضرورت نشته۔ د دې دستورې مقصد دا هم دې چې ډبليو اېچ او د ادارو په مضبوطيا كښې خپل كردار لوبول غواړي ځكه چې كله ادارې قوي وي نو د دې ګټه يو ك?? ته نه بلكې ټول قام او راتلونكو پېړو ته كېږي