کراچۍ۔7ستمبر(اے پی پی) پاك فضائيه ګرد هېواد كښې په خپلو ټولو ائی?? بېسز او تنصیباتو د ستمبر 7 مه نېټه د شهيدانو ورځې په توګه ولمانځله۔ د پاكستان ائيرفورس لخوا د نهې په ورځ د جاري ش??ې اعلاميې له مخې د دې ورځې مناسبت سره ائیر آفیسر کمانډنګ، سدرن ائیر کمانډ ائیر وائس مارشل زعیم افضل د پاك هوائي ځواك مشر لخوا كراچۍ كښې د پائلټ آفیسر راشد منھاس شهید (نشانِ حېدر) په قبر د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني ئې وكړه۔ ګرد هېواد كښې د پاك هوائي ځواك نورو شهيدانو په قبرونو هم دا ډول دستورې وكړې شوې۔ د ورځې پېل د كال 1965 او 1971 جنګونو شهيدانو او هغه ټولو وګړو لپاره دعاګانو او قران خوانۍ څخه وكړے شو كومو چې د پاكستان جوړېدو نه تر د?? دمه ګران هېواد لپاره خپل ځانونه قربان كړي دي