اسلام آباد 26 اګست(اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان د تاپي پشمول ?? بېلو پروژو د لارې تركمانستان سره د دوه اړخيزه اړيكو استحكام او اقتصادي رابطو زياتولو لپاره لوظي دے۔د خارجه دفتر له مخې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د زيارت په ورځ ??شك آپاد كښې د تركمانستان صدر قربان قلي بردي محمدوف سره ملاقات كړے۔د تركمانستان خارجه وزارت سينيئر چارواكي هم په دې مو??ع موجود وو۔خارجه وزير د تركمانستان صدر قربان قلي بردي محمدوف ته د وزيراعظم عمران خان لخوا د نيكو هيلو پېغام ورسولو او وې وئېل پاكستان تركمانستان سره دوه اړخيزه اړيكي مهمي ګڼي۔ پاكستان د تاپي پشمول ??ېلو پروژو د لارې تركمانستان سره د دوه اړخيزه اړيكو استحكام او اقتصادي روابط زياتولو لپاره عزم لري۔خارجه وزير د تركمانستان صدر د افغانستان بدل شوې صورتحال په اړه د پاكستان نقطه نظر څخه خبر كړو۔د تركمانستان صدر قربان قلي بردي محمدوف خارجه وزير ته د تركمانستان په راتګ هركلي وئېلو سره د افغانستان صورتحال ترمخه په سيمه ??يز كچه لائحه عمل خپلولو لپاره د خارجه وزير د عملي هڅو ستائنه وكړه۔