اسلام آباد۔24اګست (اے پی پی) افغانستان كښې د پاكستان سفير منصور احمد خان وئيلي دي پاكستان د تېر افغان حكومت نه هم دا مطالبه كوله چې د افغانستان خاوره بايد د پاكستان په ضد ونه كارولې شي٬ مونږ به د نوي حكومت سره هم دا معامله پورته كوؤ چې د افغانستان خاوره د كومې ترهګرې ډلې لپاره ونه كارولې شي۔ طالبان او ??ور افغان سياسي لارښود په دې خبره پوهه شوي چې د افغان مسئلې كوم پوځي حل نشته ۔ د تېرو 4 لسيزو څخه د روان جنګ ختمېدل او افغانستان كښې تل پاتي امن او استحكام لپاره د سياسي عمل د لارې د مخلوط حكومت تشكيل يوازينۍ لار ده۔ د نهې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې هغه ??وئ??ل پاكستان د تېرو دوه كلونو په مهال افغان امن عمل د مخ په وړاندې بوتللو حقله د طالبانو په شمول افغان سياسي لارښودو سره پرله پسې مصروف پاتې شوے ؤ۔ افغانستان كښې د روانې وضعې په اړه پاكستان ګاونډيانو هېوادونو او ??ړيوالې وروولۍ سره په تماس كښې دے۔ په دې لړ كښې خارجه وزير د څلورو ګاونډيانو هېوادونو دوره كؤنكے دے۔ م??صور احمد خان ??وئ??ل طالبانو ته د دې خبرې اندازه شته چې د 1996ء نه تر 2001ء دوئي په خپل دور كښې د افغانستان دننه مزاحمت سره مخ وو او ??ړيوالې ورورولۍ هم دوئي تسليم كړې نه وو۔ هغه ??وئ??ل په 15 اګست د كابل كنټرول سنبالولو نه وروسته د طالبانو لارښودو يو شمېر نورو افغان سياسي لارښودو ډاکټر عبداللہ عبداللہ، حامد کرزئی اور ګلبدین حکمت یار سره ملاقاتونه كړي۔ پاكستاني سفير ??وئ??ل هند او افغانستان آزاد او خپلواكه هېوادونه دي۔ پاكستان كله هم د دوي په سفارتي اړيكو اعتراض نه دے كړے۔ پاكستان ټول عمري د هند د منفي رويې او د افغانستان خاوره د پاكستان په ضد ترهګرۍ له په كارولو اعتراض كړے۔ ده ??وئ??ل پاكستان د هند ترهګرۍ په اړه ثبوتونه نړيوالې وروولۍ ته هم وړاندې كړي۔ ده هيله ولرله چې نوې افغان حكومت به په فعاله ډول دا مسئله حل كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئ??ل تحريك طالبان پاكستان د افغانستان خاوره د پاكستان په ضد ترهګرۍ له كاروي ٬ د دې بايد مخه ونيولې شي۔ اوس افغانستان كښې كوم باضابطه حكومت نشته ځكه پاكستان د كوم هم سفارتي چېنل د لارې دا معامله نه ده پورته كړې۔ كله چې افغانستان كښې نوے حكومت جوړ شي نو پاكستان به نه يوازې دا چې دا معامله به پورته كړي بلكې د پاكستان په ضد ترهګرۍ كښې د ككړو كسانو افغانستان كښی د موجودګۍ په حقله به هم پوښتنه كوي۔