اسلام آباد 19 اګست(اے پی پی)د وز??راعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئېلي دي چې احساس پروګرام د سماجي تحفظ د هېواد د تاريخ تر ټولو لويې پروګرام جوړ شوې او د دې څخه د هېواد نيمې آبادۍ ته ګټه رسي۔په خ??ل يو بيان كښې د وز??راعظم خاص مرستيالې ووئي?? چې د احساس كېش پروګرام څخه لس كروړه اولس استفاده كړې كومه چې تقريبا د هېواد نيمه آبادي ده۔هغې ووئي?? چې احساس ايمرجنسي كېش نړۍ د سماجي تحفظ درېم لويې پروګرام كرځولې۔هغې ووئي?? چې سږ كال به يو كروړ كورنۍ د سماجي پروګرام څخه استفاده وكړي او په حقيقت كښې به د دې ګټه اووه كروړه خلكو ته ورسي۔هغې ووئي?? چې د ناروغو مخ نيوي لپاره د هېواد په 14 ضلعو كښې د احساس نشونما 50 مركزونه كار كوي او دې پروګرام ته به زر پراختيا وركړې شي