اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د ناروے او پاكستان ترمينځه اقتصادي او كلتوري اړيكو زياتولو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي ناروے د سرمايه كارۍ ٬ تجارت او پرمختيائي مرستې په بابله د پاكستان قوي شراكتدار دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پاكستان كښې د ناروے موده ترسره كو??كي سفير كيجل ګنار ايركسن سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ ده سره ملاقات كو??و۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د پاكستان او ناروے ترمينځه شريكې ګټې لپاره د تجارتي او اقتصادي مرستې زياتولو امكانات شته۔ ناروے د سرمايه كارۍ تجارت او پرمختيائي مرستې لپاره د پاكستان قوي شراكتدار دے۔ده ووئيل په پاكستان كښې په لويه ش??ېر?? كښې د ناروے كمپ??و موجودګي د دواړو هېوادنو د تجارتي اړيكو ښكاره ثبوت دے٬په سكهر كښې د سولر پلانټ جوړولو لپاره د انرجي نظام او نارويژن سكېټك سولر ترمينځه اشتراك مثبت پیشرفت دے۔صدر د هند غېر قانوني مقبوضه جمو كشمير كښې د مسلمانانو آبادۍ په ضد په هندي ظلمونو رڼا اچولو سره ووئيل نړيواله ورورولي دې د سلامتي كو??سل قراردادونو له مخې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق وركولو لپاره په خپل لوظ عملدرآمد وكړي۔صدر په لاهور كښې د تاريخي ورثې په بحالۍ او تحفظ د ناروے حكومت مننه وكړه۔ده په پاكستان كښې د ناروے موده پوره كو??كې سفير له د خپلې مودې په بشپړولو مباركي وركړه او په ټولو څانګو كښې د رابطو جوړولو او په خاص توګه د معيشت او كلتور په څانګو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ته وده وركولو لپاره يې د هغه هڅې وستائېلې