اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) صدر ډا??ټر عارف علوي وئيلي دي د پ??رل??ان ډيجيټلائزېشن لپاره د آټومېشن عمل تر جنوري كال 2023 بشپړولو ته اړتيا ده٬ د پ??رل??ان ډيجيټلائزېشن سره به د دواړو ايوانونو په قانون سازۍ كښې بهتري راشي٬ د دې خيالاتو څرګندونه صدر د پ??رل??ان د سائبر صلاحيتونو لرونكې جوړولو پحقله ?? غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني، د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر، د انفارمېشن ټېكنالوج?? ا??نډ كميونيكېشن وفاقي وزير امين الحق، د انفارمېشن ټيکنالوج?? ا??نډ ټېلي کميونيکېشن سېكرټري محمد سهېل راجپوت، د سېنېټ سېكټرېټ سېكرټري محمد قاسم صمد خان، د قامي اسمبلۍ سېکرټري طاهر حسېن، د نېشنل انفارمېشن ټېکنالوجۍ بورډ غړو او د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزارت چارواكو پشمول لوړ پورو ګډون كولو۔ صدر ډا??ټر عارف علوي ووئيل جديد ټېكنالوجي به پ??رل??ان كښې د منصوبه بندۍ٬ نګرانۍ او د کنټرول عمل لا بهتر كړي٬ پ??رل??اني غړو ته به د آئي ټي د جديدو لوازماتو څخه ډېټا او فائلونو ته رسنه ترلاسه شي٬ دغسې د انفارميشن ټيکنالوج?? ا??نډ ټيلي کميونيکېشن وزارت لخوا غونډې ته د منصوبې په موجوده صورتحال او پېشرفت بريفنګ وركړے شو۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول ډيپارټمنټل ډويلپمنټ ورکنګ پارټۍ منصوبې لپاره څلورو كالو لپاره 1950 مېليونه روپۍ منظورې كړي٬ سږ كال منصوبې لپاره 120 مېليونه روپۍ بېلې ك??ې شوي، د پراجيکټ سټاف خدمات ترلاسه كولو لپاره عمل پېل كړے شوے كومې لپاره چې په ورځپاڼو كښې اشتهارات وركړے شوي او په دې لړ كښې د انفارميشن ټيکنالوجي اينډ ټيلي کميونيکېشن وزارت منصوبه تر كال 2023 د بشپړولو باور وركړو۔ صدر په منصوبه د انفارميشن ټيکنالوجۍ وزارت د كاركردګۍ ستائنه وكړه او د خپلې مرستې باور ئې وركړو۔