اسلام آباد۔9جولائی(اے پی پی) قامي اسمبلۍ ته وئيلې شوي دي چې د هېواد ښاريزو او كلي والو سيمو كښې د نيا پاكستان هاؤسنګ سك??م له مخې د كورونو جوړ??لو كار تندۍ سره مخ په وړاندے روان دے۔ د كلي والو سيمو په 12 تحصيلونو كښې هم د پروګرام پرانسته شوې ده۔ د پرائیوېټ پبلک پارټنرشپ لاندې ګرد هېواد كښې 4 نه تر 6 مياشتو موده كښې به د 30 لكه كورونو جوړ??لو كار پېل شي او د حكومت لخوا به په دې د 3 لكه روپو سبسډي وركول?? شي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پام ګرځونې نوټس په ځواب كښې د وزيراعظم د پارليماني چارو سلاحكار ډاكټر بابر اعوان ووئيل حكومت د نيا پاكتسان هاؤسنګ حوالې سره خپل كار كوي۔ خلكو له به د مياشتې د كرايې برابر تر 20 كلونو قسطونه ادا كول وي۔ هغه ووئيل په دې لړ كښې ورکرز وېلفیئر فنډز، حبیب بنک او د عسکری بنک په شمول څلورو واړو صوبو سره اېم او يو لاس ليك شوي دي۔ دا كورونه به د نيا پاكستان ??كي?? رجسټرډ كسانو ته وركول?? شي۔ هغه ووئيل په میوزئی (نوښار) ، علی پور فراش اسلام آباد او لاهور كښې د درې نيمو مرلو نه تر 5 مرلو زمكې 45 زره كورونو جوړ??لو كار پېل شوے دے۔ دا كار به 18 مياشتې كښې سر ته ورسي۔ د دې قسط به د 6 زره نه تر 10 زره روپۍ وي۔ كرايه وركوؤنكي به د كرايې ورك??لو په ځائې 20 كاله كښې د كور مالكان شي۔ هغه ووئيل وزيراعظم د بېلو كلي والو سيمو په 12 تحصيلونو كښې د دې پروګرام پرانسته كړی ده۔ كوم خلك ??ې په خپله كور جوړ??لو له بنكونو نه قرض اخستل غواړي هغوي لپاره د قرض په توګه د 35 اربه روپو منظوري وركړې شوې ده۔