اسلام آباد 24 جون(اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي په افغانستان كښې زياته شوې شدت خوښي د اندېښنې سبب ده ٬د تشدد په پېښو كښې زياتوالے د امن مخالف قواؤ ته د ودې وركولو س??ب جوړېدے شي۔دا خبره ده د افغانستان لپ??ره د ايران خارجه وزير خاص استازي محمد ابراهيم طاهري??ن فرد سره په خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ د پلاوي سره په خارجه وزارت كښې هغه سره ملاقات كولو۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬د افغان امن عمل٬په منطقه كښې د امن صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې شوي۔خارجه وزير په ايران كښې صدارتي ټاكنې په كاميابۍ سره كولو د ايران مشرتابه او د ايران اولس ته مباركي وركړه او د پاكستان مشرتابه لخوا د ايران نوې ټاكلي صدر سيد ابراهيم رئيسي لپ??ره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔خارجه وزير ووئيل په تېرو څو كلونو كښې د پاكستان او ايران د ورورولۍ اړيكې لا مستحكمې شوي ۔دوه اړخيزه اړيكو استحكام كښې د ايران خارجه وزير جواد ظريف كردار د ستائنې وړ دے۔پاكستان په منطقه كښې د امن راوستلو لپ??ره په افغانستان كښې امن ضروري ګڼي۔شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان د پېل نه د دې دريځ مرستياله پاتې شوے جې د افغان مسئلې ك??م پوځي حل ??ه شته ٬ضرورت د دې خبرې دے چې د افغانستان په خپل مشرتابه كښې افغانان د جامع مذاكرات د لارې د افغان مسئلې مستقل حل راوباسي ۔ ده ووئيل په افغانستان كښې د بدامنۍ له امله پاكستان او ايران دواړه ځپلې شوي ۔خارجه وزير په افغانستان كښې د امن راوستلو لپ??ره د ايران هڅې هم وستائېلې۔خارجه وزير ووئيل د نړيوالې ورورولۍ ملاتړ غنيمت ګڼلو تر مخه به افغان ډلو له په ګډه د مذاكرات د لارې افغان امن عمل د نتيجې وړ جوړولو لپ??ره په سمدستي توګه ګامونه پورته كول وي۔د افغانستان امن سره به په منطقه كښې روابط ته وده٬تجارتي هلو ځلو كښې زياتوالے٬د افغان كډوالو بېرته ستنېدو او سيمه ايز استحكام له مرسته ترلاسه شي۔د افغانستان لپ??ره د ايران خارجه وزير خاص استازي ابراهيم طاهر ي??ن فرد د خارجه وزير مننه كولو سره په افغانستان كښې امن راوستلو لپ??ره د شريكو هڅو كولو وړاندېز وركړو