اسلام آباد۔14جون (اے پی پی) د روغتيا پارليماني سېكترې نوشين حامد وئيلي دي مونږ له به نظام ښه كول ??و آسانۍ زياتول وي۔ وزيراعظم پاكستان كښې د روغتيا څانګه ښه كول غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغې د وينې عطيه كولو ??رځې حوالې سره دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ هغې ووئيل د وينې عطيه كولو ??رځ په ګرده نړۍ كښ?? لمانځلې شي۔ دا ورځ د هغو خلكو په نوم كولې شي كوم چې د نورو ژوند بچ كوي۔ هغې ووئيل د دې ورځ?? لمانځلو م??صد اولس كښې د وېنې وركولو ??ه اړه شعور بېدارول دي۔ هغې ووئيل دا مهال خلك تندۍ سره په اېچ آئي وي اېډز كښې اخته كېږي۔ مونږ د اېچ آئی وی بشپړه ډېټا نه لرؤ۔ هغې ووئيل ریجنل بلډ سېنټرز ډېر په زړه پورې كار كوي۔ د بلډ ټرانسفیوژن د لارې ټول هېواد كښې كار كولے شي۔ هغې ووئېل د المان حكومت په مرسته هېواد كښی د وينې سېنټرز په ځائ كولو ??ښې بشپړه مرسته ترلاسه شوې. په دې مونږ د المان حكومت مننه كوؤ۔ هغې زياته كړه چې زمونږ هېواد كښې د وينې عطيه كولو حوالې سره ښكاره بدلون رامخې ته شوے دے