اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د راروان كال پرمختيائي پروګرامونو حجم به 2 ??ره 201 اربه روپۍ وي، د راروان مالي كال پرمختيائي بجټ به د روان مالي كال څخه 36 فيصده زيات وي ،د سندھ حكومت يو انچ موټروے نه ده جوړه كړې ،دا مهال په سندھ كښې د 90 اربه روپو منصوبې رواني دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ ميډيا ته د بريفنګ په مهال وكړھ۔وفاقي وزير ووئيل د راروان مالي كال په مهال د پرمختيائي پروګرام حجم به 2 ??ره 201 اربه روپۍ وي،كوم چې د روان مالي كال په مقابل كښې 36 فيصده زيات دے۔ده ووئيل د صوبو پرمختيائي ب??ټ كښې 520 اربه روپۍ اضافه شوې ، وفاق پرمختيائي بجټ 250 اربه روپۍ زيات كړے، د هېواد ټولو وګړو او ښارونو ته د پرمختګ يو برابر حق ترلاسه دے، پسمانده سيمو لپاره د فنډز شرح زياته شوې ۔ اسد عمر ووئيل د توان او ټرانسپورټ لپاره په مجموعي توګه 56 فيصده فنډز اېښودلے شوے۔سي پيك منصوبو لپاره 87 اربه او درې لويو بندونو لپاره 85 اربه روپۍ بيلي كړې شوي۔ده ووئيل د سركاري او نجي څانګي په اشتراك سره د 240 اربه روپو منصوبې په ګژته كړې شوي۔ده ووئيل سكھرحيدرآباد موټروے منصوبې له 200 اربه روپۍ بيلي كړې شوي،اسلام آباد هكله نه تر ډي آئي خان سي پيك لويديز روټ به تر روان كال آخر پرانستلے شي۔۔ ده ووئيل توان ،ټرانسپورټ كميونيك??شن لپاره 40 فيصده، د اوبو څانګې لپاره 10فيصده، د سماجي څانګي پرمختګ لپاره 31 فيصده،وي جي ايف لپاره 7 فيصده او نورو د څانګو پرمختګ لپاره 7 فيصده روپۍ بيلي كړې شوي۔ده ووئيل د راروان مالي كال په مهال وفاقي ب??ټ كښې د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې پرمختيائي پروژو لپاره 87 اربه روپۍ بيلي كړې شوي،سي پيك ټرانسپورټ اينډ كميونيك??شن پراجيكټس لپاره 78 اربه روپۍ بيلي كړې شوي۔ده ووئيل لويديز روټ لپاره 42 اربه روپۍ ،سي پيك سپيشل اكنامك زون دھابيجي،رشكئ ،فيصل آباد او بوستان اكنامك زون لپاره 7 اربه روپۍ بيلي كړې شوي۔وفاقي وزير اسد عمر ووئيل سندھ حكومت يو انچ موټروے صوبه كښې نه ده جوړه كړې ،دا ??خت سندھ كښې د 90 اربه روپو منصوبې رواني دي۔ اسد عمر ووئيل د سندھ وزيراعليٰ تيره ورځ درې ګيلي كړي ، وفاق كښې څلور ځل د پيپلز پارټۍ حكومت راغلے۔ سندھ ته د پرمختيائي بجټ بشپړه برخه ترلاسه شوې ۔ ده ووئيل سندھ كښې د اوبو د 25 اربه روپو پروژي رواني دي۔ وفاق د سندھ اولس له كار كوي۔اسد عمر ووئيل پي ټي آئي عمر له وائي سوشل سيكټر كښې سرمايه كارۍ زياتولو ته اړتيا ده۔ د هېواد ټولو سيمو له بايد يو ډول پرمختګ وركړے شي۔ پيدواري څانګي له راوړاندي كيدو ته اړتيا ده ۔وفاقي وزير اسد عمر ووئيل د 2016 په ب??ټ كښې پيدواري څانګي لپاره كمه برخه اېښودلي شوې وه ٬ مونږ هغه 5 فيصده ته رسولي ۔ده ووئيل د صحت او تعليم څانګو كښې لا زياتې سرمايه كارۍ ته اړتيا ده۔د برېښنا تقسيم كار نظام ښه والي له به د راروان مالي كال په مهال 100 اربه روپۍ بيلولې شي۔ دغسې د پخوانۍ فاټا او موجوده ضم شوو ضلعو لپاره 54 اربه روپۍ اېښودلې شوي۔ده ووئيل د راروان مالي كال ماحولياتي منصوبو لپاره 14 اربه روپۍ مقرر شوي،د كوويډ پروګرام لپاره به 51 اربه روپۍ خرڅ كولې شي،جنوبي بلوچستان، ګلګت بلتستان ، دننه سندھ او ضم شوو ضلعو لپاره به خصوصي پروګرام پيل كولے شي