اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر وئيلي دي پيکو کنفرنس به د غړو هېوادونو ترمېنځه شريكې مرستې او همكارۍ لپاره د نوو لارو لټولو له مرستياله وګرځي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ پيكو كنفرنس كښې ګډون لپاره راغلي د تاجکستان ايوان نمائندګان سپيکر زوکر ذوده محمد طاهر په ملاقات كښې كړي ۔ د ملاقا?? په مهال په دوه اړخي??ه اړيكو٬ په پيكو كنفرنس كښې په فعاله كردار او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔۔ سپيكر ووئيل دواړه هېوادونه د كلتور٬ تاريخ او ورورلۍ په لازواله رشتو تړلي شوي ۔ ده ووئيل پاکستان كښې د پيکو کنفرنس تابيا به د غړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې زياتولو لپاره مهم پېشرفت ثابت شي۔ ده ووئيل په فلسطين او كشمير كښې په اولس كېدونكې ظلمونه د افسوس او غندنې وړ دي٬ پاکستان به د کشميريانو او فلسطينيانو سفارتي او اخلاتي ملاتړ جاري ساتي۔ د تاجکستان سپيکر ووئيل د پارلماني پلاوي په تود هركلي د پاكستاني اولس او پارلمان مننه كوٶ٬ پاکستان او تاجکستان ترمېنځه دوه اړخي??ه اړيكو او سيمه ايزې مرستې ته وده وركولو ته صلاح شوي ۔ تاجك سپيکر ووئيل د منطقې ??ېوادونو كښې د شريكې مرستې موقعې لټول د منطقې ??رمختګ او سوكالۍ لپاره ضر??رې دي٬ د کشمير او فلسطين په كشالو د پيكو هېوادونو ترمېنځه مشتركه لائحه د وخت مهم ضر??رت دے او د دواړو هېوادونو د پارلماني فرېنډشپ ګروپ لا فعاله كولو ته اړتيا ده ۔