اسلام آباد31مئي (اے پي پي) د ??شم??ر چا??و وفاقي وزير علي امين ګنډا پور د آزاد کشمير انتخابات د ځنډېدو خبرونو په اړه د وفاقي حكومت په ضد منفي پروپېګنډه رد كولو سره وئيلي دي چې د كرونا وباء په مهال د اېن سي او سي كردار د ستائنې وړ دے٬ اداره د وباء په ضد د قامي هلو ځلو آئينه داره ده،اېن سي او سي د وباء پحقله د زمكي حقائقو له مخې خپلې پرېكړې كوي۔ د راجه پروېز اشرف په خبري كنفرنس خپل غبرګون كښې وفاقي وزير علي امين ګنډاپور ووئيل د وفاقي حکومت يا د ??شم??ر چا??و وزارت لخوا د الېكشن ځنډولو سفارش نه دې شوې٬ مخالفه ډله دې په نورو د تورونو لګولو په ځائ خپل صفونه سم كړي،اولس د موروثي سياست نه بېزاره شوے٬ عمران خان ??ې په كوم ډول د ??شم??ري اولس په ګرده نړۍ كښې وكالت كوي مثال ئې ??ه ترلاسه كېږي ۔علي امين ګنډا پور ووئيل د پاكستان اولس په اصليت پوهه شوې دې٬ په كال 2018 كښې اولس دوي رد كړي٬ په ګلګت بلتستان كښې ماتي سره مخ شوي او اوس په ??شم??ر كښې به هم دوي ماتي سره مخ كېږي