لاهور۔30مئی (اے پی پی) د پاكستان تحريك ان??اف حكومت د موسمياتي بدلون اثرات مخنيوي له عملي ګامونه پورته كړي دي۔ په نړيواله كچه د موسمياتي بدلون اثرات مخنيوي له د وزيراعظم عمران هڅې ستائلې شوې دي۔ صوبائي حكومت هم د وزيراعظم عمران خان د دې وژن ترسره كولو له ټولې وسيلې كاروي۔ د موسمیاتی بدلونو اثرات مخنيوي له اونې كرل يوازينۍ تګلاره ده٬ نوي كول ته د آلودګۍ نه پاك چاپېرچل وركول د حكومت تر ټولو وړومبۍ ترجيح ده۔ د ملګرو ملتونو ماحولياتي پروګرام (یو اېن ای پی) سره په ګډه د ماحولياتو نړيوالې ورځې كوربتوب پاكستان لپاره د درناوي خبره ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه د ماحولياتي تحفظ صوبائي وزير محمد رضوان اے پي پي سره خبرو كښې ??كړه۔ هغه ووئيل پاكستان د ماحولياتي آلودګۍ نه تر ټولو زيات ځپليو د نړۍ 5 هېوادونو په فهرست كښې شامل دے۔ د پاکستان تحریک ان??اف حکومت د بلین ټری سونامی منصوبې ، د لکړی مافیا په ضد د كارروائۍ ٬ ‘ د ماحولیات تحفظ په باقاعده توګه د نصاب برخه جوړولو پرېكړې ٬ د 10 اربه اونو لګولو سونامي پروګرام ، کلین ګرین پاکستان، الېکټرک وهیکل پالیسی، نېشنل پارکس او ګرین ملازمتونه او تر كال 2030 د توا?? 60 ??یصد ذريعو په شمول د 30 فيصده ګاډو كلين ان??جي ته د منتقل كولو منصوبې پېل كړې دي۔ په نړيواله كچه د موسمياتي بدلون اثرات مخنيوي له د وزيراعظم عمران هڅې ستائلې شوې دي۔ په دې تناظر كښې به اوس پاكستان د جون مياشتې په 5 مه نېټه د ملګرو ملتونو ماحولياتي پروګرام (یو اېن ای پی) سره په ګډه د ماحوليات نړيوالې ورځې كوربتوب كوي كومه چې پاكستان لپاره د درناوي خبره ده۔ محمد رضوان ووئيل سنګاپور كښې څه موده وړاندې بهېدونكي درياب د سېورېج نالې منظر پېش كولو ولې اوس مو چې هغه وليدلو نو په هغې كښې ??بان په نظر راځي۔ مونږ هم تېر ماحول يو وارې بيا ترلاسه كولې شوو او 10 بلين ټري منصوبه د دې لړۍ يوه كړۍ ده۔ هغه ووئيل د اونو نالولو كمپائن له په اولني ځل نوې ټېكنالوجي كارولې شوې ده۔ټائیګر فورس اېپلیکیشن كښې د ګرين سېلفي فيچر د لارې د جیوټیګنګ خصوصي آساني هم معارف?? كړې شوې ده چې ورسره د اونو لائیولوکېشن او شمېر معلومېدې شي او د اونو لګولو كمپائن په مهال د لګولې شويو اونو څارنه به هم ممكن شي۔ هغه ووئيل د صنعت څانګه د لوګي پېدا كوؤنكو كارخانو او بټو په ضد كارروائي باوري كوي او هيله ده چې دې سره به ګرده صوبه كښې ??احولياتي آلودګي كمه شي۔