اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ صدر وولكان بوزكير د زيارت په ورځ خارجه وزارت كښ?? د ??ارجه وزير شاه محمود قريشي سره ملاقات كړے۔د خبرو اترو په مهال د فلسطين په مسئله ، د هند غير قانوني قبضه كړي جمو او كشمير په صورتحال او د افغان امن عمل پشمول د شر??كي خوښي په چارو د خ??ال??تو څرګندونه شوې ۔خارجه وزير د جنرل اسمبلۍ صدر ته خارجه وزارت ته په راتګ هركلے اووې او د فلسطين په اړه د عمومي اسمبلۍ د بيړنۍ غونډه رابللو ئې د هغ هڅي وستائلي۔ خارجه وزير ووئيل د اسرائيلي ظلمونو مخنيوي لپاره “سيز فائر ” وړومبے مقصد ؤ كوم چې په كاميابۍ سره ترلاسه شوے۔مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل اصل مقصد د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د قراردادونو په رڼا ??ښې د فلسطين مسئله او د كشمير مسئلې منصفانه حل دے۔ د فلسطين مسئله په مستقل بنيادونو ح?? كولو نه غير مينځني ختيز كښې امن نه شي راتللے۔شاه محمود قريشي ووئيل دغسې د كشمير مسئلې حل كولو نه غير سوئيلي اسياﺀ كښې امن نه شي راتللے ۔د افغانستان په اړه خارجه وزير ووئيل پاكستان، افغانستان كښې امن غواړي، افغان امن عمل كښې د پاكستان مصالحانه كردار په نړيواله كچه ستائلے شوے۔خارجه وزير د كورونا وائرس وباﺀ چيلنج مخنيوي لپاره د عمومي اسمبلۍ صدر اقدام “ويكسين فار آل” ستائلو سره ووئيل د دې وباﺀ مخنيوي لپاره ضروري ده چې ټول محفوظ كړے شي