اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي په تك??يكي توګه پرمختللو هېوادونو كښې شاملېدو لپاره د څلورم صنعتي انقلاب ټېكنالوجي خپلولو ته اړتيا ده، د هېواد غوره تشخص رامخې ته كولو لپاره د فنون زده كړو ته و??ه وركولو ته اړتيا ده٬ حكومت د هېواد معاشي ودې لپاره د بشري وسائلو زياتولو ته پاملرنه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د نېشنل كالج آف آرټس لاهور د پرنسپل پروفېسر ډاکټر مرتضيٰ جعفري لخوا د بريفنګ په مهال كړې۔ صدر ډاکټر عارف علوي د كالج پرنسپل په هېواد كښې د فنون تعليم ودې لپاره د خپلې ادارې د كردار نه خبر ??ړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې صدر ډاکټر عارف علوي په نيشنل کالج آف آرټس زور راوړو چې د دارې انتظاميه دې كالج ته رسنه زياتولو لپاره نړيوالو تعليم?? ادارو سره مرستې لا زياتې كړي۔ ??ه ووئيل حكومت د تعليم څانګې له ډېر اهميت وركوي۔ ??ه ووئيل حكومت د هېواد معاشي ودې لپاره د بشري وسائلو زياتولو ته پاملرنه كوي، د زده كوٶنكو تعليم ته ارزانه او آسانې رسنې لپاره د آن لائن تعليم سهولتونه بهتر كولو ته اړتيا ده ۔ ??ه ووئيل د خاص كسانو په كوټه عملدرامد او د كالج احاطې ته آسانې رسنې لپاره ګامونه پورته كړئ