اس??ام آباد۔29 مارچ(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په ضد ودرېدونكې اپوزيشن ټو??ی ټوټې شوې۔ پاکستان ډېموکرېټک موومنټ (پی ډی اېم) كښې نون لي?? او پي پي پي د يو بل نه ټول عمري له جدا شوي دي۔ اصل پرېكړه به فضل الرحمن له كول وي۔ كورونا تندۍ سره خپرېږي۔ لاک ډاؤن د اېن سی او سی كا?? دے۔ عمران خان د سیاست كپتان هم دے هغه سره ولاړ يم۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ په اس??ام آباد اېكسپرېس وے د قائد اعظم يادګاري پورټرېټ پرانستې نه وروسته ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ په اس??ام آباد اېكسپرېس وے د قائداعظم پورټرېټ يو وارې بيا جور كړے شوے دے۔ داخله وزير شېخ رشيد احمد ووئيل په 60 ورځو كښې به قائد اعظم آرکائیو جوړ كړؤ۔ د اس??ام آباد هر يو پارك به 15 ورځې ??س رینوېټ كوؤ۔ دا ښار به د باغونو او پاركونو ښار جوړؤ هغه ووئيل پی ډی اېم كښې (ن) لی?? او پی پی پی ټول عمري له د يو بل نه جدا شوي دي۔ اصل پرېكړه به مولانا فضل الرحمن صاحب كوي۔ دا ټول د وزيراعظم په ضد ولاړ وو او تس نس شول۔ هغه ووئيل دا وخت دې چې د ټاكنو په اصلاحاتو كا?? وكړے شي۔ هغه ووئيل وزیرِاعظم عمران خان د سیاست هم كپتان دے٬هغه سره ولاړ يم۔ عمران خان سره راغلے يم او هغه سره به ځم۔ هغه ووئيل بې وزلو له مو د پاسپورټ موده 10 كاله كړې ده۔ هغه ووئيل پېنډۍ او اس??ام آباد كښې ميډيا ټاؤن جوړؤ۔ وفاقي وزير ووئيل كورونا تندۍ سره مخ په خپرېدو ده٬ لاك ډاؤن د اېن سي او سي كا?? دے۔ وفاقی وزیر ووئيل چینی سکېنډلز ته شهزاد اكبر ګوري او په لاك ډاؤن اېن سي او سي كا?? كوي۔ زما دې سره څه كا?? نشته۔ نه د چا وزارت كښې لاس وهنه كوم او نه څوك خپل وزارت كښې لاس وهنې ته پرېږدم۔ هغه ووئيل سبا اې??س راوړؤ٬ په يو ځائې د 18 كلونو نه ناست افسران بدلوؤ او ددوئي په ځائې نور افسران په ځائې كوؤ۔ د هغوي انټرویو شوې دي او كوم افسران چې بهر دي هغوي هم دلته راغواړؤ۔