اسلام آباد۔15مارچ (اے پی پی) د وزیر اعظم د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ او منځني ختيز خصوصي مرستيال او د پاكستان علما كونسل چيئرمېن حافظ مح??د طاهر مح??ود اشرفي وئيلي دي په 5 مياشتو كښې د رسالت سپكاوي يا د مذهب د سپكاوي كومه ناوړه مقدمه درج نه كړې شوه۔ د سیاسی مقصدونو لپاره د مدرسو ٬ جوماتونو او ختم نبوت عقيدې په حقله دروغ وئيلې شي۔ موجوده حكومت د مدرسو تعليم په سركاري توګه تسليم كړے دے۔د مدرسو نوې امتحاني بورډ سره به د مدرسو د تعليم نظام مضبوط شي۔ په سياسي مېدان كښې د ماتې خوړولو نه وروسته بې بنسټه پروپېګنډه كولې شي۔ د مېرمنو مارچ حوالې سره د پلټنيو ترسره كېدو نه وروسته به بشپړه كارروائي كولې شي۔ د ناموس رسالت او مذهب سپكاوي ناوړه تورونو لګوونكو په ضد به هم ګام پورته كولې شي۔ د مېرمنو مارچ منتظمین د ځينو وېډيوز ترديد كوي۔ د پلټنيو په بشپړ كېدو به حتمي پرېكړه كولې شي۔ دا خبره هغه خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع مولانا اسعد زکریا قاسمی، ??ولانا نعمان حاشر، مولانا طاهر عقیل اعوان، مولانا قاسم قاسمی، ??ولانا ابو بکر حمید صابری، ??ولانا احسان احمد حسینی، ??ولانا الیاس مسلم، مولانا مح??د اشفاق پتافی، علامہ سید ھادی حسینی، ??ولانا مح??د شفیع قاسمی او نور علماﺀ كرام هم موجود وو۔هغه ووئيل پاكستان د ټولو دے ٬ نن كه كومه سياسي پارټي كوم اختيار يا عزت ل??ي نو دا د پاكستان په سبب دے۔ هغه ووئيل د ذاتي خواهشاتو په نه پوره كېدو دې د پاكستان عسكري مشرتابه او د سلامتيا ادارې په نښه نه كړې شي