ملتان۔20فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي د?? د ډسكه ضمني ټاكنو په موقع “ووټ ته عزت وركړۍ” دا نعره پورته كوؤنكو د ووټ عزت تار تار كړے دے۔ د خالي په ورځ د اېن اے 156 بېلو يونين كونسلو ??ورې په مهال بېلو ??ستورو ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل تحریک انصاف سپېځلې ټاكنې او اپوزيشن د پېسې په بنياد د سياست تسلسل غواړي۔ تحريك انصاف امن خوښوونكې جماعت دے او نون ليګ د تشدد او غنډه ګردۍ سياست كوي۔ د سېنېټ ټاكنو كښې د حكومت مقابله مافيا سره ده۔ د سېنېټ ټاكنو كښې كاميابۍ سره مافيا ته ماتې او هېواد كښې د قانون حكمراني په ځائې كولو كښې به مرسته ترلاسه شي۔ هغه ووئيل د هېواد معيشت ښه كولو له حكومت سختې پرېكړې كړي د??۔ حكومت خپل خرڅونه كم كړي د?? ۔ د وزيراعظم هاؤس او ايو??ن صدر په شمول د ټولو ??فترونو خرڅونه كم كړې شوي د??۔ هغه ووئيل د سيمې پرمختګ زمونږ اولنۍ ترجيح ده۔ هغه ووئيل سوئيلي پنجاب سېكرټرېټ د تحريك انصاف حكومت د دې ځائې اولس له يوه ډالۍ ده۔ دې سره د سوئيلي پنجاب صوبې جوړېدو لاره هواره كړې شوې ده۔ دې نه وړاندې وفاقي وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په ملتان كښې يوه مصروفه ورځ تېره كړه۔ هغه د اولسي رابطه مهم په لړ كښې د بېلو يونين كونسلو ??وره وكړه۔ دغلته ئې د روانو پرمختيائي كارونو جاج واخست او د دغې په وخت ترسره كولو له ئې اړون??و چارواكو ته هدايت جاري كړل۔