پېښور ۔11فروری(اے پی پی) الېكشن كمېشن آف پاكستان د سېنېټ ټاكنو حوالې سره د ټاكنو پروګرام جاري كړے دے۔ د ټاكنو پروګرام له مخې د كانديدانو د نام??دګ?? كاغذونه به په 12او 13 فرورۍ 2021 د ریټرننګ افسرانو دفترونو كښې جمع كولې شي۔ دې مقصد لپاره وفاقی پلازمينه كښې ظفر اقبال حسېن سپېشل سېکرټری الېکشن کمېشن سېکرټرېټ اسلام آباد،پنجاب كښې غلام اسرار خان صوبائی الېکشن کمشنر پنجاب لاهور آف?? 10کورټ سټریټ لاهور ، سندھ كښې اعجاز انور چوهان صوبائی الیکشن کمشنر سندھ کراچی آف?? بلاک ??مب??44-اے شاهراہ عراق صدر کراچی، خیبرپختونخواہ كښې شریف اللہ صوبائی الېکشن کمشنر خیبرپختونخواہ پشاور آف?? پشاور ګالف کلب ګیټ ??مب??2 شامی روډ پشاور کېنټ او بلوچستان كښې محمد رازق صوبائی الیکشن کمشنر بلوچستان کوئټہ آف?? برګنزہ ویلاز سټریټ ??مب??1نزد زرګون روډ کوئټه ریټرننګ افسران تعينات كړي دي۔ د نامزد كانديدانو فهرست به د روانې مياشتې په 14فروری لګولے شي۔ د كاغذونو كره كتنه به د روانې مياشتې په 15 او 16 فرورۍ د ريټرنګ افسرانو په دفترونو كښې كېږي۔ ددې د منظورېدو يا مسترد كېدو پرېكړې په ضد به ټربيونل كښې اپيل د روانې مياشتې تر 18 مې نېټې كېدې شي۔ د اپيلونه ترسره كولو حتمي نېټه 20 فروري ټاكلې شوې ده۔ د ټربيونل پرېكړو په رڼا كښې د كانديدانو بيا كتلې شوې فهرست به په 21 فرورۍ لګولې شي۔ د كاغذونو د بېرته اخستو نېټه 22 فروري ټاكلې شوې ده۔ د كانديدانو حتمي فهرست به په 23 فرورۍ لګولے شي۔ د حتمي فهرست نه وروسته كوم هم كانديد د مارچ تر 2 مې نېټې د ورځې 12 بجو مقابلې نه وروستو كېدې شي۔ د سېنېټ ټاكنو لپاره پولنګ به د مار?? په 3 مه نېټه كېږي۔ سياسي ګوندونو ته يو وارې بيا وئيلې شوي دي چې هغه دې د خپلو نامزد كانديدانو ته پاضابطه پارټي سرټيفكېټ جاري كړي دغسې چې هغه د نام??دګ?? كاغذونو سره دغه سرټيفكېټ هم وړاندے كړے شي۔