اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) افضال ??حمود په متحده عرب امارات كښې د پاكستاني سفير په توګه ذمه وارې پېل ??ړي . د دې څخه وړاندې هغه په بحرېن كښې د پاكستان سفير په چوكۍ خدمات ترسره كول. افضال ??حمود په هوسټن كښې د قونصل جنرل، په بنګله دېش كښې د لنډ مهاله هائي كمشنر، د ملګرو ملتونو په ماحولياتي پروګرام او په نېروبي كښې د انساني آبادكارې پروګرام پشمول د نړۍ په بېلا بېلو برخو كښې په ګڼ شمېر نړيوالو فورمونو د پاكستان نمائندګي كړې. د دې نه علاوه افضال ??حمود په آسيان، سارك، انډونېزيا، بنګله دېش، ختيزه افريقا او المان كښې د موسمياتي بدلون په غونډو كښې هم د پاكستان نمائندګي كړې. افضال ??حمود په خارجه وزارت كښې د ملازمت په مهال ډائرېكټر جنرل﴿امريكا و اروپا﴾ ډائرېكټر، ډپټي ډائرېكټر او اېران، تركيې ، اروپا او سوئيلي اسيا لپاره اسسټنټ ډائرېكټر هم پاتي شوے. افضال ??حمود د چكوال ??وسټ ګرېجوېټ كالج څخه په اكنامكس كښې ګرېجوېشن او د تركيې د انقره پوهنتون څخه په ترك ژبه كښې تربيه ترلاسه كړې. افضال ??حمود د ترك او انډونېزيائي ژبو نه علاوه په اردو، انګرېزي او پنجابي ژبو هم عبور لري.